د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نړۍ کې درې کروړه کسان غلامان دي


يو نوی راپور ښيي چې په نړۍ کې خواوشا درې کروړه کسان غلامان جوړ کړل شوي دي.


راپور وايي چې دا کسان د جنسي غلامانو په توګه د کار کولو لپاره قاچاق شوي، په زوره د مزدورۍ کار ورڅخه اخستل شوی، د پور پرې کولو قرباني شوي او ځيني وخت په غلامۍ کې پيدا شوي دي.

د ((واک فري)) په نامه د بشري حقونو د آسټراليا مېشتې سازمان لخوا تر سره شوې ((د نړيوالې غلامۍ د شمېرې د ۲۰۱۳ م کال)) سروې ښيي چې د نړۍ څه باندې نيمايي غلامان په هند کې دي خو راپور وايي چې په ۱۶۲ هيوادونو کې غلامان ساتل شوي دي.

راپور زياتوي چې په چين کې ۲۹ لکه کسان، په پاکستان کې ۲۱ لکه او په روس کې پنځه لکه شپاړلس زره کسان د غلامۍ ژوند تېروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG