د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران هستوي پروګرام په باب خبرې ګټورې ارزول شوي


امريکا او اروپايي اتحاديې د ايران د اېټمي پروګرام پر سر د نړيوالو خبرو اترو وروسته د تهران ستاينه کړې ده.

امريکا او اروپايي اتحاديې د ايران د اېټمي پروګرام پر سر د نړيوالو خبرو اترو وروسته د تهران ستاينه کړې ده.


د سپيني ماڼۍ وياند جې کارنې ويلي چې امريکايي چارواکو په جېنېوا کې د ايران لخوا د خبرو اترو وړانديزونه ګټور بللي او زياته کړې يې ده چې ايراني وړانديزونو د سنجيدګۍ او اصليت د نوې پيمانې څرګندونه وکړه.

د ایران د لانجمن اېټمي پروګرام پر سر د دغه هیواد د لوی مرکچي او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ خبرې په یوه اعلامیه کې پای ته ورسېدې.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کېترین آشټن دا دوه ورځنۍ خبرې خورا مهمې وبللې او ویې ویل چې بل پړاو به یې راتلونکې میاشت ترسره شي:

«پرېکړه وشوه چې بله غونډه به د نومبر په اوومه او اتمه نېټه په جنیوا کې وشي.
د غونډې برخه والو همداراز موافقه وکړه چې اروپايي اتحادیه، درې جمع درې او د ایران اېټمي ماهران او د بندیزونو کارپوهان به تر راتلونکې غونډې مخکې سره ویني چې پر اختلافاتو خبرې وکړي او عملي ګامونه پورته کړي.»


مېرمن آشټن دا هم وویل چې پنځه جمع یو ډله د ایران نوی وړاندیز مهم ګڼي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG