د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا سېنېټ د بوديجې طرحې ته مثبته رايه ورکړه


د امریکا ولسمشر بارک اوباما هغه قانون لاسلیک کړی چې د حکومت د مالي بې وسۍ مخه نیسي او یوشمېر دولتي ادارې چې له ۱۶ ورځو راهیسې تړلي دي، بیرته پرانیزي.


اوباما دغه قانون سمدستي وروسته له هغې لاسلیک کړی چې پرون ناوخته سېنېټ او د استازیو جرګې تایید کړ.

په سېنېټ کې ډيموکراټان او په استازیو جرګه کې ريپليکنز اکثریت لري.
د سپینې ماڼۍ د بجټ دفتر وايي چې د وفاقي ادارو کارکونکي نن سهار بیرته خپلو کارونو ته ولاړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG