د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوې وسله والې ډلې د لوګر د والي د وژلو پړه ومنله



((د افغانستان د اسلامي تحریک فدايي محاذ)) په نامه يوې وسله والې ډلې د لوګر د والي ارسلا جمال د وژنې پړه منلې ده.


د قاري حمزه په نامه د يادې ډلې وياند نن پنجشنبه مشال راډيو ته په لېږل شوي ليک کې ويلي چې په ياد بريد کې يوازي ارسلا جمال وژل شوی او ولسي وګړو ته پکې زيان نه دی اوښتی.

ارسلا جمال د اختر په لومړۍ ورځ د لوګر په مرکزي جومات کې د اختر تر لمانځه ادا کولو مخکې د وينا پر مهال په بمي چاودنه کې ووژل شو.

د افغانستان د ملي امنيت ادارې وروسته په پلټنو کې ښودلې وه چې بم د قرآن کريم په يو نسخه کې اېښودل شوی و خو د فدايي محاذ ډله ادعا کوي چې بم يې په سټېج یا دريځ کې ورته اېښی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG