د لاسرسي ځای

ځانمرګي بريد د خيبر پښتونخوا يو صوبايي وزير وواژه


په ډیره اسماعيل خان کې په یو ځان مرګي بريد کې د خيبر پښتونخوا د قانون او پارليماني چارو د صوبايي وزير اسرار الله ګنډاپور په ګډون نهه کسان وژل شوي دي. د سيمې چارواکي وايي چې پېښه پرون مازيګر په تحصيل کلاچي کې رامنځ ته شوه چې په ترڅ کې يې ديرش نور کسان ژوبل شوي هم دي. د پيښي يو عیني شاهد ظهور خان تیره شپه مشال ريډیو ته وویل: د اسرا ر الله خان ګنډاپور په شمول د نورو اتوکسانو په وژنه د صوبې سیاسي مشرتابه سخت غبرګون ښودلی دی او د لوی اختر په مقدسه ورځ يې د ا ډول پيښې د اسلامي تعليماتو په ضد ګام بللي دي. د دې ځان مرګي برید پړه انصارالمجاهدين نومې وسله والي ډلې په غاړه اخستی ده. د مشال راډیو خبریال خالد خان یې یوه ویډیویې راپور جوړ کړې دی.

XS
SM
MD
LG