د لاسرسي ځای

خیبرپښتونخوا: په بمي چادونه کې ۲ کسان وژل شوي


د خيبر پښتون خوا په سوات کې په يوه بمي چادونه کې دوه کسان وژل شوي دي.


د سوات، مالم جبې د تلي ګرام د ځايې پوليسو د تهاڼې محرر رحيم خان نن د پنجشنبې په روځ مشال راډيو ته وويل چې پېښه تير مازيګر په ميا شيخ بابا سيمه کې هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې په يو موټر کې بم وچاودېدی چې ورسره سم دوه کسان پر هغه ځای پکې ووژل شول.

د سيمه چارواکي وایي چې تر پيښې وروسته په سيمه کي پوليس او د پاکستان پوځ د لټون عمليات پيل کړي او اتلس مشکوک کسان يې نيولي دي.

د وژل شوو کسانو په اړه ويل کیږی چې تره او وراره وو او چا له سره يې ذاتي دښمني نه درلوده.

تر دا مهاله د دې پيښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې.

XS
SM
MD
LG