د لاسرسي ځای

ځانمرګي بريد د خيبر پښتونخوا يو صوبايي وزير وواژه


په ډیره اسماعيل خان کې په یو ځان مرګي بريد کې د خيبر پښتونخوا د قانون او پارليماني چارو د صوبايي وزير اسرار الله ګنډاپور په ګډون ۹ کسان وژل شوي دي.

په ډیره اسماعيل خان کې په یو ځان مرګي بريد کې د خيبر پښتونخوا د قانون او پارليماني چارو د صوبايي وزير اسرار الله ګنډاپور په ګډون نهه کسان وژل شوي دي.


د سيمې چارواکي وايي چې پېښه پرون مازيګر په تحصيل کلاچي کې رامنځ ته شوه چې په ترڅ کې يې ديرش نور کسان ژوبل شوي هم دي.

د پيښي يو عیني شاهد ظهور خان تیره شپه مشال ريډیو ته وویل:


د اسرا ر الله خان ګنډاپور په شمول د نورو اتوکسانو په وژنه د صوبې سیاسي مشرتابه سخت غبرګون ښودلی دی او د لوی اختر په مقدسه ورځ يې د ا ډول پيښې د اسلامي تعليماتو په ضد ګام بللي دي.

د دې ځان مرګي برید پړه انصارالمجاهدين نومې وسله والي ډلې په غاړه اخستی ده.
XS
SM
MD
LG