د لاسرسي ځای

تازه خبر

زه بې ګناه یم. ال لېبي


ابو انس ال لیبي
ابو انس ال لیبي

د نیویارک د منهاټن فډرالي څارنوال پریټ بهارارا وایي، ال لیبي امریکا ته په الوتکه کې راوړل شوی او په نیویارک کې پولیسو ته سپارل شوی دی.

هغه لیبیایي چې په ۱۹۹۸ کال په افریقا کې د امریکا پرسفارتونو په چاودنو کې په لاس لرلو تورن و، په محکمه کې یي ځان بې ګناه وباله. ابو انس ال لیبي پرون د نیویارک د منهاتن په یوې محکمه کې د خپلی بې ګناهۍ ادعا وکړه.


۴۹ کلن ال لیبي د اکتوبرپه پنځمه له نیول کیدو وروسته نیویارک ته لیږدول شوی.

هغه په ۱۹۹۸ کال کې په کینیا او تنزانیا کې پر امریکايي سفارتونو د بمي چاودنو په کولو تورن دی. په هغو چاودنو کې ۲۲۴ تنه ولسي وګړي وژل شوي وو.

ال لیبي د اکتوبر پر پنځمه نېټه په ترابلس کې امریکايي ځانګړو ځواکونو نیولی وو او د مډیټرانې سمندرګوټي کې د امریکايي ځواک یوې جنګې بیړۍ ته لېږدول شوی وو.

د نیویارک د منهاټن فډرالي څارنوال پریټ بهارارا وایي، ال لیبي امریکا ته په الوتکه کې راوړل شوی او په نیویارک کې پولیسو ته سپارل شوی دی.

د لیبیا حکومت د نوموړې نیونه یوه تښتونه بللې او له امریکا یې د مسلې سپیناوی غوښتی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG