د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام سپېڅلي ځایونه په نښه کول غیراسلامي عمل دی


ارسلا جمال پرون د لوګر د مرکز پل علم په یوه جومات کې د اختر د لمانځه له ادا کولو مخکې په یوې چاودنه کې ووژل شو.

په کابل کې افغان ولسمشر، د امریکا سفارت، او ملګرو ملتونو د لوګر په یوه جومات کې د سېشنبې پر ورځ حمله چې د لوګر والي ارسلا جمال په کې ووژل شو، په کلکو ټکو وغندله او هغه یې د اسلام پر سپیڅلو ځایونو او مراسمو حمله بللې.


ارسلا جمال پرون د لوګر د مرکز پل علم په یوه جومات کې د اختر د لمانځه له ادا کولو مخکې په یوې چاودنه کې ووژل شو.

د دغې حملی مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

په کابل کې د امریکا سفارت د لوګر د والي ارسلا جمال وژنه په کلکه وغندله.

نوموړي پرون د لوګر د مرکز پل علم په یوه جومات کې په داسې حال کې ووژل شو چې؛ د لوی اختر د لمانځه له ادا کولو مخکې یې عبادت کونکو ته وینا کوله.

د لوګر واليارسلا جمال د اختر لمانځه کې ووژل شو.
د لوګر واليارسلا جمال د اختر لمانځه کې ووژل شو.
د امریکا د سفارت په بیان کې ویل شوي چې؛ د اسلام د یوه ستر مذهبي جشن د لمانځلو په مهال پر جومات کې حمله په کلکه د غندنې وړ ده.

د امریکا سفیر جیمز کننګهام په بیان کې دغه راز وایي چې؛ تروریزم به موږ له خپلې لارې وانه ړوي او نه به هم افغانان چاته اجازه ورکړي چې د پرمختګ دښمنان یې مات کړي.

په دې حمله کې د لوګر د امنیتي چارواکو په وینا له لسو زیات کسان ټپیان شول چې؛ د یو شمېر ټپیانو روغتیایي وضعیت خطرناک ښودل شوی.

د لوګر امنیتي چارواکو که څه هم له حملې د مخه د جومات او شاوخوا سیمې د جدي پلټنې خبره کوي خو وایي چې؛ چاودیدونکې مواد د جومات د خطابې په مکروفون کې ځای پرځای شوی و.

په کابل کې د ملګرملتونو دفتر یوناما هم په جومات کې دغه حمله په کلکه غندلې ده.

د یوناما له خوا په خپاره شوي بیان کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د خاص استازي مرستیال او په کابل کې د یونامه د دفتر سرپرست نیکولاس هایسم ویلي چې ده ته د مسلمانانو په یوه سترجشن کې په جومات کې د د یوه ملکې کس وژنې سخت ټکان ورکړی.

د نوموړی په وینا افغانان د سولې مستحق دي اوباید وکولای شي چې له وینی توییدو او تشدد لیرې د دوستۍ او ورورولۍ په فضا کې اخترونه ولمانځي.

په بیان کې ویل شوي چې؛ د افغانستان لپاره د ملګروملتونو دفتر په کراتو کراتو پرملکیانو قصدي حملې غندلي او هغه یې د بشري حقونو له نړیوال قانون سره سرغړونې بللي.

یوناما یو وار بیا د دغسې حملو د سمدستي پای ته رسیدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي جوماتونه او نور حساس مذهبي ځایونه باید له حملو څخه خوندي وي.

که څه هم تر اوسه پورې طالبانو چې ویل کیږي روان کال یې تر ډیره لوړ پوړي دولتي چارواکو د حملو لپاره په نښه کړي، د دغې حملې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی خو له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ولسمشرحامد کرزي د دې ترڅنګ چې دغه حمله یې په کلکه غندلې، ویلی چې د اخترپه لمانځه او د خدای پرکوردغه برید د دې ښکار ندوی دی چې طالبان د اسلام سپیڅلی دین، جوماتونو او د مسلمانانو مذهبي مراسمو ته احترام نه لري.

کرزي ویلي چې؛ د طالبانو تروریستي بریدونه چې د اسلام په نوم حتی په جوماتونو او عیدګاوو کې زموږد بی ګناه خلکو د وژنې سبب کیږي، په یقن سره چې د مسلمانانو کارندی بلکې د ا د هغو کسانو اعمال دی چې د مسلمانانو د وژنی لپاره ګمارل کیږي.

پر ارسلا جمال چې په ۲۰۰۹ کال د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې د کرزي د کمپاین مشري ورله غاړې وه اوهغه ته ډیرنژدې و مخکې له دې هم چې کله هغه د خوست والي و، څو ځلې د ځان وژنې ناکامې هڅې شوې وي.

نوموړی پرون په داسې حال کې چې د اخترلمونځ یې نه وکړی اود لوی اخترپه مناسبت یې عبات کونکو ته وینا کوله ووژل شو چې ولسمشرکرزي په ارګ کې د اخترد لمانځه له اداکولو وروسته په وینا کې د تل په څیریوځل بیا پرطالبانو غږ وکړ چې له جنګ جګړو لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.
XS
SM
MD
LG