د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې اختر لمانځل کیږي


نن د خیبر پښتونخوا په ګډون په نور پاکستان کې د لوی اختر وړومبۍ ورځ لمانځل کیږي.

نن د خیبر پښتونخوا په ګډون په نور پاکستان کې د لوی اختر وړومبۍ ورځ لمانځل کیږي. د افغانستان او سعودي عرب په شمول په زیاتره اسلامي نړۍ او د پاکستان د قبایلي سیمو په ځينو برخو کې پرون د اختر وړومبۍ ورځ وه.


په ملک کې نن سهار په بیلا بیلو جماعتونو کې د اختر لمونځ ادا کړل شو. د خېبر پښتونخوا د پېښور پر چارسده سړک عید ګاه، مهابت خان، دوریش جماعت، قاسم علي خان، د حیات اباد جماعت او نورو وړو او لویو جماعتونو کې د سهار 8 او 9 تر منځ د اختر لمونځ وشو.

د مشال ریډیو د خبریال تر مخه په ښار کې د اختر په موقع سخت امنیتي انتظامات په پام کې نیول شوي دي.
XS
SM
MD
LG