د لاسرسي ځای

تازه خبر

ًد بلوچستان حکومتي کابینه اتیا فیصده اشرافیهً


د بلوچستان وزیراعلی ډاکټر مالک بلوڅ له اتحادیانو سره
د بلوچستان وزیراعلی ډاکټر مالک بلوڅ له اتحادیانو سره

په بلوچستان کې له منځنۍ طبقې سره د اړه لرونکي وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ په مشرۍ کې اتحادي ګوندونه له انتخاباتو پنځه میاشتې وروسته ...

پراګ : په بلوچستان کې له منځنۍ طبقې سره د اړه لرونکي وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ په مشرۍ کې اتحادي ګوندونه له انتخاباتو پنځه میاشتې وروسته د کابینې په جوړولو بریالي شول.

د دوشنبې په ورځ د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزي د پاکستان مسلم لیګ (ن) ، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او نشنل پارټۍ له یوولس وزیرانو سوګند واخیست او له دې سره د بلوچستان ګډه حکومتي کابینه هم پوره شوه.

د بلوچستان د اسمبلۍ ودانۍ
د بلوچستان د اسمبلۍ ودانۍ
په کوټه کې مېشت خبریال او پر سیاسي چارو نظر لرونکی سیدعلي شاه وايي ، د یوولسم مې له انتخاباتو وروسته په بلوچستان کې د یو داسې حکومت رامنځ ته کېدو هیلي وې چې غړي یې له منځنۍ طبقې سره اړه لري ، له پخوانیو حکومتونو مختلف وي او د صوبې د ولس ستونزې هوارې کړي.

سیدعلي شاه د بلوچستان د اوسنۍ او پخوانیو حکومتي کابینو په منځ کې د فرق په اړه وايي چې د اوسنۍ حکومتي کابینې تر اتیا فیصده زیاته برخه اشرافیه ده.

سیدعلي شاه زیاتوي ، ً د بلوچستان د کابینې د غړو شمېر څوارلس دی. او په زړه پورې خبره دا ده چې په څوارلس وزیرانو کې یوولس سرداران ، خانان او نوابان دي. پاتې درې کسان هم دومره امیران دي چې په جاګیردارانو کې شمارل کېږيً.

د سیدعلي شاه په خبره ، ً یوازې ډاکټر مالک بلوڅ له منځنۍ طبقې سره اړه لرونکی ګڼل کېدای شي. دلته د عامو خلکو سیاست شاته شو او موروثي سیاست میدان یووړً

د بلوچستان په اوسنۍ کابینه کې د مسلم لیګ (ن) نواب ثناالله زهری ، نوابزاده چنګېز مری ، سردار سرفراز ډومکي ، میر سرفراز بګټی ، میر اظهر حسېن کوسا او جعفرخان مندوخېل شامل دي.

نواب ایاز خان جوګیزی ، سردار مصطفی خان ترین ، ډاکټر حامد خان اڅکزی او عبدالرحیم زیارتوال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند وزیران دي.

د نشنل پارټۍ له خوا نواب محمدخان شاهواني ، سردار اسلم بزنجو ، مجیب الرحمان محمد حسني او رحمت بلوچ د وزیرانو په توګه سوګند پورته کړی دی.

د پپلز پارټۍ د وزیراعلی نواب اسلم ریساني په مشرۍ کې پر تېر اتحادي حکومت له دې کبله نیوکې کېدي چې زیاتره وزیران یې د لوړې طبقې خلک دي او د ولس د ستونزو احساس ورسره نشته.

د پاکستان پپلز پارټۍ ، جمعیت علماء اسلام (ف) او پاکستان مسلم لیګ (ق) پر تېر ګډ حکومت تر ټولو زیاتې نیوکې په اوسني حکومت کې شریکو ګوندونو او په خاصه توګه پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او نېشنل پارټۍ کولې.

سیدعلي شاه وايي ، که څه هم د اوسني حکومت دومره وخت نه دی شوی خو له حکومتي جوړښته داسې ښکاري چې د صوبې د ولس ستونزې به هوارې نه کړي.

سید علي شاه وویل ً ماته څه فرق نه ښکاري. د هغه وجه دا ده چې په شاته پاتې ټولنه کې شخصیات زورور وي او ادارې کمزورې وي. زه فکر نه کوم چې اوسنی حکومت دي هم د بلوڅ او پښتون ولس ستونزې هوارې کړي. هغه ځکه چې دا ډېر زورور خلک دي او د دوی دروازې ته چې ورځې نو ډېره ګرانه ده. تر ډېرو ټوپک لرونکو کسانو به تېرېږي او بیا به دوی ته خپلې ستونزې بیانوېً.

پر بلوچستان نظر لرونکي یو شمېر لیکوالان او پوهان په دې نظر دي چې په صوبايي حکومت که کې نوابان وي او که نه وي خو اصل واک د پاکستان له پوځ او جاسوسي ادارو سره وي.

داسې فکر لرونکي خلک وايي چې که د بلوچستان صوبايي حکومت د ولس خدمت کول وغواړي هم نو دوی د خپل واک د محدودیت له کبله څه نه شي کولای.

د سیاسي چارو کارپوه محمد علي تالپور د دې لوی ثبوت دا ورکوي چې اوسني وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ څو ځله د بلوڅ مېشتې سیمې اوران د زلزله ځپلو لپاره د نړیوالو مرستو غوښتنه کړېده خو اسلام اباد نړیوالو مرستندویو ادارو ته اجازه نه ورکوي چې اوران او نورو زلزله ځپلو سیمو ته ولاړې شي.

د محمد علي تالپور په وینا ، په بلوچستان کې یوازې حکومتي څهرې بدلېږي او واک تل له پاکستاني پوځ سره وي.

تالپور زیاتوي ، ً تېر وزیراعلی نواب ریساني ، تېر ګورنر ذوالفقار مکسي او په تېر حکومت کې د صوبايي اسمبلۍ ویاند [سپیکر] اسلم بوتاني ویلي وو چې په صوبه کې له دوی سره سم د ایف سي ځواک هم حکومت دی. اوس هم هغه حال دی. له دوی سره اختیار نشته. اختیار ټول له پوځ او ایف سي سره دی. دا اوسنی حکومت هم هغسې ناکاره دی لکه څنګه چې د ریساني حکومت ناکاره ووً.

په کوټه کې د پاکستان د ایف سي ځواک عسکر
په کوټه کې د پاکستان د ایف سي ځواک عسکر
​په حکومت کې د شریک پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبايي مشر عثمان خان کاکړ هم د روانې میاشتې پر اوومه نېټه په کوټه کې د خپل ګوند یوې غونډې ته د وینا پر مهال د صوبې په حکومتي چارو کې د جاسوسي ادارو او ایف سي ځواک لاس وهنې ته اشاره کړې وه.

عثمان خان کاکړ ویلي وو چې ولس دوی ټاکلي دي او دوی به په صوبه کې له خپل حکومت سره سم د پاکستان د جاسوسي ادارو او ایف سي ځواک حکومت ونه مني.

خو د پاکستان پوځ او جاسوسي ادارې د سیاسي شنونکو او سیاستوالو له دې نظر سره اتفاق نه کوي چې ګواکې دوی د صوبايي حکومت په چارو کې مداخلت کوي.
XS
SM
MD
LG