د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د افغانستان ګل ګل ځوانان مه وژنئ


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د اختر لمانځه وروسته خبریالانو ته څرګندونې کوي. ۱۴اکتوبر ۲۰۱۳
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د اختر لمانځه وروسته خبریالانو ته څرګندونې کوي. ۱۴اکتوبر ۲۰۱۳

ولسمشر کرزي وویل، هغه ځوانان چې د طالبانو لیکو ته ورځي، بالاخره د دې هېواد بچیان دي، د هغوی د ژوند او کورونو درپدرولو سبب مه جوړېږی،

افغان ولسمشر حامد کرزي پر وسله والو طالبانو یو ځل بیا ږغ وکړ، چې نور دې د افغانانو په ځانګړي ډول د ځوانان د مرګ ژوبلې نه سبب کېږي.


ښاغلي کرزي په ارګ کې د لوی اختر تر لمانځه وروسته چې لوړپوړي حکومتي چارواکي یې هم په څنګ کې ولاړ وو- دا غوښتنه وکړه.

ولسمشر کرزي وویل د افغانستان په ګډون په ډېرو اسلامي هېوادونو کې ناخوالې روانې دي، او هېله یې وښودله چې په ټولو اسلامي هېوادونو کې به سوله او امن ټینګ شي.

په خپلو څرګندونو شاغلي کرزي پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې نور دې د افغانستان د ګل ګل ځوانانو له وژلو لاس واخلي. هغه ځوانان چې د طالبانو لیکو ته ورځي، بالاخره د دې هېواد بچیان دي، د هغوی د ژوند او کورونو درپدرولو سبب مه جوړېږی، او مه د دې وطن د ننګیالیو ځوانانو چې د خپل هېواد دفاع کوي، د شهیدولو سبب جوړېږی. او مه زیان ورته رسوی.

افغان ولسمشر د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته هم اشاره وکړه، چې د ده په خبره دا انتخابات به په افغانستان کې د ډیموکراسۍ او پرمختګ لپاره مهم ګام وي.
XS
SM
MD
LG