د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جعلي اسنادو کاندیدان د افغان ټاکنو له سیالۍ باسو



د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمیسیون وایي، که د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو له ممکنه کاندیدانو د چا تعلیمي اسناد جعلي ثابت شي، نو له لسته به یې وباسي.


ددې کمیسیون غړي او ویاند نادر محسني مشال راډيو ته وویل، چې دوی به دا موضوع سنجیده وڅېړي.

(کوم کسان چې خپل اسناد وړاندي کوي او که په هغه کې د درغلی امکان وي، نو هغه به له سیالۍ وباسي. )

مخکې تر د ې د هرات د پوهنې ریاست ویلي ول چې د ولایتي شوراګانو یو شمېر ممکنه کاندیدانو د دولسم ټولګي جعلي اسناد جوړ کړي.

د افغانستان انتخاباتو قانون له مخه د ولایتي شورا کاندید باید لږ تر لږه له دولسم تولګي فارغه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG