د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله سیاستواله جوړېدل غواړي


ملاله یوسفزۍ په اوول دفتر کې د امریکا له ولسمشر براک اوباما، له لومړۍ مېرمنې میشل اوباما او د هغه له لور مالیه سره د لیدو پر مهال. ۱۱اکتوبر ۲۰۱۳م کال
ملاله یوسفزۍ په اوول دفتر کې د امریکا له ولسمشر براک اوباما، له لومړۍ مېرمنې میشل اوباما او د هغه له لور مالیه سره د لیدو پر مهال. ۱۱اکتوبر ۲۰۱۳م کال

ملالې بي بي سي تیلويزيون ته وويل، د پاکستان خلک زما تر څنګ ولاړ دي او ما هڅوي چې د جينکو د تعليم له پاره خپله مبارزه پر مخ يوسم.

د فرانس پرېس اژانس په راپور کې راغلي، د سوات ملالې يوسفزۍ پر هغې لګيدلي د لوېديځ د ګټو له پاره د کار کولو تورونه رد کړل. نوموړې ويلي، دا فخر کوي چې پاکستانۍ ده.


د راپور له مخه، ملالۍ يوسفزۍ د تېرکال اکتوبر مياشتې په ۹ مه نېټه، د دې لپاره چې د طالب وسله والو پر ضد يې خبرې کولې، د دوی د بريد ښکار او سخته ټپي شوه.

ملاله د درملنې له پاره د بريتانيا يوه روغتون ته يوړل شوه، چې دا مهال په ياد هېواد کې ژوند او زده کړې کوي او ميړانه يې غربي هېوادونو په يو شمېر جايزو ولمانځله.

نوموړې ته د اروپايي ټولنې لخوا تېره پنجشنبه د سخاروف په نامه يوه غوره جايزه ورکړل شوه.

پر دې سربېره، د امريکا ولسمشر براک اوباما تېره جمعه سپينې ماڼۍ ته وغوښته او ورسره و يې ليدل.

له ملالې تېره يکشنبه د بي بي سي په يوه تيلويزيوني مرکه کې د ځينو پاکستانيو وګړو د دې ادعاو په اړه چې ګنې نوموړې د لويديځ د ګټو لپاره کار کوي، پوښتنه وشوه، نو دې په ځواب کې وويل، زما پلار وايي چې په تعليم کې د شرق او غرب توپير نشته، او دا چې تر لاسه کول يې د هر چا حق دی.

ملالې په ياده مرکه کې هوډ څرګند کړ چې د پاکستان خلکو د هغې ملاتړ کړی دی. نوموړې دغه راز وويل، هغه فکر نه کوي چې د غربي خلکو سوچ او ژوند یې خپل کړي دي، زه د پاکستان يوه بچۍ يم او پر دې خبره فخر کوم.

ملالې بي بي سي تیلويزيون ته وويل، د پاکستان خلک زما تر څنګ ولاړ دي او ما هڅوي چې د جينکو د تعليم له پاره خپله مبارزه پر مخ يوسم.

نوموړې په افغانستان او عربي هېواد شام کې د روانو شخړو له لاسه د دې هېواد د ماشومانو د تعليمي ستونزو په يادولو سره وويل، موږ غواړو د نړۍ د هر هېواد له ماشومانو سره مرستې وکړو.
ملالې دغه راز وويل دا غواړي په راتلونکي کې سياستواله جوړه شي او له دغې لارې د پاکستانيو وګړو د ژوند ښه کولو له پاره هلې ځلې وکړي.
XS
SM
MD
LG