د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا: ځانمرګي بریدګر روغتون کې خپلځان والوځولو


د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي مشال راډيو ته وویل، په پيښه کې یوازې بریدګر وژل شوی او بل چاته پکې زیان نه دی اوښتی.

افغان چارواکي وایې د پکتیا پولیسو له لوري د ګردېز خوست پر لاره نیول شوي وسله وال روغتون ته تر وړولو وروسته خپلځان په بارودو والوځولی.


د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي مشال راډيو ته وویل، د ګردېز په پيښه کې یوازې بریدګر وژل شوی او بل چاته پکې زیان نه دی اوښتی.

د ګردېز ولسي روغتون مشر ډ‌اکتر حياګل پکتين وایي، چې دوی د روغتون په بېړنۍ خونه (اېمرجنسي) کې د دې کس د زخمونو په درملنه لګيا وو او کله چې پوه شول هغه د حملې پلان لري ترې و تښتیدل.

بلخوا افغان چارواکي وایي، په کندهار کې د سرحدي پولیسو یو قومندان له خپلو درو ملګرو سره د نامعلومو وسله والو په حمله کې ووژل شو.

د کندهار د تخت پل ولسوال محمود اڅکزي مشال راډيو ته وویل، چې دا کسان تیره شپه په یاده ولسوالۍ کې د ګزمې پر مهال ووژل شول.

اخوا د فراه سیمه ییز مسولین وایې په دې ولایت کې د یوه لاسي بم په چاودنه کې یو ملکي کس ووژل شو او درې نور له دوو پولیسو سره ټپیان شول.

د یو بل خبر له مخې، یو کس چې د افغان امنیتي ځواکونو یونیفورم یې پر تن و پرون یې د پکتیا په مرکز شرنه کې یو امریکايي سرتیری په ډزو وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل.

ناټو هم په دې پېښه کې د خپل یو سرتیري وژل کیدل تایید کړي دي.
XS
SM
MD
LG