د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله زموږ د ټولو ده - د ملالې پر کتاب تبصره


سرچینه: واشنګټن پوسټ
لیکواله: ماري ارانا
ژباړه: شاهین بونیری

ماري ارانا لیکي د ټولنیزو چارو له هر یو کارپوه چې پوښتنه وشي چې په نړیواله کچه د غربت ستونزه څنګه هوارېدای شي نو ځواب به يې دا وي چې نجونو ته دې تعلیم ورکړل شي.


ټولنه هله د بدلون لوري ته ځي کله چې نجونه زده کړې کوي. د نجونو تعلیم د یو هیواد اقتصاد ښه کوي، د پیدایښت پر وخت د ښځو او ماشومانو د مرګ شرح ټیټوي، او له ماشومانو د مشقت اخیستو پېښې لږې شي.

د نړیوال بانک د رپورټ ترمخه که چېرې په کینیا کې بې تعلیمه نجونو ته تعلیم ورکړل شي نو د هیواد اقتصاد ته د ۲۷ بیلینه ډالرو سرمایه ورکولی شي.

د اقتصادي چارو یو پوه لارنس سمر وایي، د جینکو تعلیم یوه داسې سرمایه کاري ده چې د نړۍ د مخ پر ودې هیوادونو له ټولو د ډېرې ګټې سبب ګرځېدای شي.

په بل یو ځای کې دا سبق دومره څرګند نه دی لکه څومره چې دا موږ ته د سوات د یو پښتنې نجلۍ ملالې یوسفزۍ په کیسه کې ښکاري.

ملاله له یوې بې تعلیمه موره زېږېدلې وه، چې د خپل پلار په سکول کې را لویه شوه. د ۱۱ کاله په عمر کې يې د نومیالي ساینسدان سټیفن هاکینګ کتاب (اې بریف هېسټري اف ټایم یا د وخت یو لنډ تاریخ) ولوست او د را بیداروونکو خبرو انعام ورته ترلاسه دی.

اېن فرانک موږ په جنګ کې وبایلله او د کومې معجزې له کبله ملاله یوسفزۍ ژوندۍ ده.
ماري ارانا
ارانا وړاندې لیکي، په بل یو کوم ځای کې داسې نه دي شوي چې ددغه سبق له زده کولو چا انکار کړي وي لکه څومره چې په سوات دره کې؛ چې په کې سخت دریځه وسله وال له غرونو راښکته شول، کلي، بانډې يې له ویرې سره مخامخ کړې، هلکان يې د سخت دریځۍ لوري ته بوتلل او تېر کال یو ورځ د سکول یو ګاډي ته ور وختل، ((یو پکې چغه کړه ملاله څوک ده؟ او بیا يې هغه په سر وویشته.))

ملاله د خپل ژوند دغه کیسه په خپل کتاب ((آی اېم ملاله یا زه ملاله یم)) کې کړې ده چې تېره اوونۍ خپور شو.

دا کتاب چې ملالې له برتانیوي خبریالې کرېسټینا لېمب سره په شریکه لیکلی. نه یوازې دا چې باید په دې کې د شوي کیسې لپاره ولوستل شي بلکې د نجونو له صلاحیتونو د خبرېدو او له هغې د کار اخیستلو لپاره هم د دې کتاب لوستل پکار دي.

په کتاب کې د ملالې او د هغې د پلار ضیا الدین یوسفزي د نجونو تعلیم، انصاف، او د تره ګرۍ ضد د هغوی د مبارزې، د جګړې له کبله د هغوی د بې کوره کېدو او په سوات کې د وسله والو له خوا په ځايي خلکو د زور ظلم کیسه شوې ده.

لیکواله په پاي کې لیکي، موږ ته معلومه ده چې دا کیسه څنګه ختمېږي؟ ملالې د خپل ټول نوي کهول لپاره په سر ګولۍ خوړلې ده.

کیدای شي د اېن فرانک له ډایرۍ علاوه د یو جنګ کیسه له ملالې بغیر بل چا په دومره زورور انداز کې کړي وي.

په دواړو کې یو فرق دا دی چې اېن فرانک موږ په جنګ کې وبایلله او د کومې معجزې له کبله ملاله یوسفزۍ ژوندۍ ده.

ملاله زموږ د ټولو ده ځکه چې هغه په عالمي کچ د یو ماشومې نجلۍ د ممکنه صلاحیتونو لپاره په میدان کې ولاړه ده.
XS
SM
MD
LG