د لاسرسي ځای

تازه خبر

'خوشې کړل شوي وسله وال په خپلو کارونو پښېمانه دي'


د شنبې پر ورځ د قبایلي سیمې باجوړ په مرکز خار کې ۴۷ پخواني وسله وال خوشې کړل شوي دي.


دا وسله وال د پاکستان پوځ د عملیاتو پر وخت نیولي ول او یا دې وسله والو ورته ځان په خپله سپارلی وو.

دا کسان د نوي سهار په نوم له یوه روزنیز مرکزه تر فراغته وروسته خوشې کړل شوي دي.

دې پخوانیو وسله والو ته بېلا بېل ډول هنرونه او کسبونه ورښودل شوي دي چې دوی بیا په اسانه ځان ته روزګار پیدا کړي.

پر دې موضوع مې د باجوړ له یوه مرستیال پولیټیکل اېجنټ سهېل خان سره خبرې کړې دي.

له ده مې پوښتنه وکړه چې څومره کسان خوشې کړل شول او هغوی ته کوم کسبونه ښودل شوي دي؟

د ده ځواب او پوره مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې واورئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:20 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG