د لاسرسي ځای

خوست - د شنبې په ورځ د خوست د امنیه قوماندانۍ په چوکاټ کې د پولیسو سل کسیزه قطعه تشکیل شوه، چې ټول تجهیزات، مالي امکانات، وسلې او وسایط يې د کمانډو د قطو په شان دي، د یادې قطعې خاصه ځانګړنه دا ده، چې ټول منسوبین يې افسران او ساتنمنان دي، چې په بیړنیو حالاتو کې به د ځانګړو پوځي تکتیکونو څخه په استفادې عملیات تر سره کوي.


یاده قطعه سرتیري نه لري او ټوله له خوستیو ځوانو افسرانو او ساتنمنانو څخه جوړه شوې، چې د خلکو له رسمونو او رواجونو همدارنګه د سیمه والو له ژبې او منطقې سره بلد دي.

د خوست د امنیه قوماندانۍ چارواکي هیله څرګندوي، چې د یادې قطعې په تشکیل سره به د خوست په امنیت کې ښه والی راشي او دوی به وتوانېږي، په هر ډول شرایطو او وختونو کې د مطلوبو کسانو د نیولو له پاره عملیات تر سره کړي.

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالقیوم باقي زوی مشال راډیو ته وویل، چې د دې قطعې منسوبینو ته ځانګړي امتیازونه او امکانات په پام کې نیول شوي او دوی به هڅه وکړي چې دا قطعه د وسلو، وسایطو او تخنیک له نظره نوره هم پیاوړي کړي:

((د دې قطعې تشکیل ۱۰۰ نفره دی، چې دا ټول پرسونل افسران او ساتنمنان دي، یو نفر سرباز هم په دوی کې وجود نه لري، دا قطعه ټوله د افسرانو څخه متشکله شوې ده، د دې قطعې امتیاز نظر نورو پولیسو ته پنځه زره افغانۍ تفاوت لري او زیاتې دي. په عین شکل د دوی اعاشه یا خوراک هم د کمانډو د قطعې دی، موږ به تلاش کوو، چې موږ وکولای شو چې دې قطعې له پاره پېشرفته وسایل چې دوی يې زده کړې ترلاسه کړي دي، موږ په ډېر نېږدې وخت کې اکمال او د دوی په اختیار کې يې ورکړو، چې هغه دهشکې دي، هغه هاوان دي، هغه ۸۲ ملي متري توپونه دي، د شپې دوربینونه دي او داسې نور.))

د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون مشر محمد همایون همایون د خاصې قطعې منسوبینو ته په خبرو کې د هېواد او خلکو په مقابل کې د دوی مسوولیتونه په ډاګه کړل، نوموړي له امنیتي مسوولینو په کلکه وغوښتل چې دوی ته د ژوند تر ټولو غوره اسانتیاوې برابرې کړي، تر څو په ارام فکر خپلې دندې ترسره کړي:

((خاصه قطعه هغه خلک دي، چې خاص عملیات به سر ته رسوي، د خاصو عملیاتو له پاره خاص خلک په کار دي او دا خاص خلک به خاص مهارت ولري، د خلکو سره به خاص او یو مخصوص چلند کوي، چې خلکو باندې ګران او خلک په دې قطعه باندې مین و اوسي.
د دوی له پاره باید خاص ځای وي، خاصه ډوډۍ وي، حتا مخصوصه ډوډۍ د دوی له پاره وي، ځکه دوی په اول قدم کې او تر ټولو مخکې ځان شهادت ته ورکوي، د دې خلکو له پاره قرباني ورکوي او د دوې وطن د ساتنې له پاره قرباني ورکوي.))

د مجاهدینو د شورا رییس مولوي سردار ځدراڼ د نوې قطعې افسرانو ته په خپلو خبرو کې یادونه وکړه، افغان پوځیان باید اجازه ور نه کړي، چې د دوی لیکو ته د سیمې د هېوادونو د استخباراتي کړیو اغېز ورورسېږي، که نه د تېرو ۱۰ کالونو لاسته راوړنې به مو بېرته له لاسه ووځي:

((دې جهاد ته متوجه واوسیږئ، چې په خپل وجود کې په خپلو قطعاتو کې او په خپلو ملکي ادارو کې د پاکستان او سیمې د هېوادونو استخباراتي کړۍ در ننوځي، باید ستاسو په وجود کې ځای پیدا نه کړي، که چیرې ستاسو په وجود کې يې ځای پیدا کړ، نو بیا زه درته وایم چې قطعه خاص، زموږ نظامي قوتونه او موږ به بیا د داسو مشکلو سره مخامخ وو، چې زموږ او ستاسو دا قطعات چې نوي په پښو درېږي او یو یو قدم اخلو هغه به بیرته خنثا کړي او دا لس کلنۍ لاسته راوړنې به له خاورو سره خاورې کړي.))

د خوست د علماوو شورا رییس مولوي شاه محمد محمدي د پولیسو د خاصې قطعې منسوبینو ته وویل، که چیرې ټول په اخلاص خپلې دندې اجراء نه کړو، نو په سیمه کې د بل شوي اور څخه به هېڅوک هم خوندي نه شي:

((داسې فکر مه کوئ چې نن زما په کور کې اور بلېږي نو ته به په امن کې وې، سبا ته دا اور ستا کور ته هم درځي او زما کور ته هم راځي، راځئ چې له هېواده په کلکه دفاع وکړو، په مېړانه دفاع وکړو، راځئ چې نور دا بې غیرتوب پریږدو، هر یو خپلې وظیفې ته کلک ودریږو، عالم د عالم وظیفه اجراء کړئ، انجینر د انجینر وظیفه اجراء کړئ، عسکر باید د عسکر وظیفه اجراء کړي.))

د یادونې وړ ده، خوست د افغانستان په سویل ختیز کې هغه سرحدي ولایت دی، چې د پوځي کارپوهانو له نظره د افغانستان د امنیت د خوندیتوب له پاره د ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی، په دې وروستیو کې خارجې پوځیان هم په دې هڅه کې دي، چې د نوموړي ولایت د سرحدونو د خوندیتوب له پاره د افغانانو څخه متشکلې قطعې زیاتې کړي.
XS
SM
MD
LG