د لاسرسي ځای

پښتنې ټولنه کې د زده کړو لار کې څه ډول ستونزې دي؟


پراګ - د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۲۰۱۱م کال کې د قرارداد په منظورولو سره پرېکړه وکړه چې د اکتوبر ۱۱مه نېټه به هر کال د ماشومانو نجونو د نړيوالې ورځې په توګه لمانځي چې بنيادي هدف يې په خلکو کې د ماشومانو نجونو د حقونو په اړه پوهه پيدا کول ده.


ټاکل شوې چې سږ کال به د دې ورځې په وياړ د ماشومانو نجونو تعليم ته ځانګړې پاملرنه کيږي او په دې لړ کې به د ملګرو ملتونو غړې هيوادونه، نړيوال سازمانونه او مدنې ټولنې په ښوونځيو کې د دوی د داخلولو لپاره هلې ځلې کوي.

دا چې د نجونو د تعليم ارزښت څه دی او په پښتنې ټولنه کې د دې څومره احساس شته؟ په دې اړه د کوټې ښار يوه مېرمن زمرد شاه چې په ټولو ښځينه او نرینه اولادو يې لوړې زده کړې کړي دي وايي تعليم نجونې د بل له محتاجۍ څخه ژغوري.

((په نن دور کې تعليم ډېر ضروري دی. تعليم تاته د دنيا شعور درکوي. انسان په دنيا کې اوسيږي او له دنيا څخه خو زموږ رغيسته نشی کېدای. که چيري د ملک، صوبې يا ښار حالات خراب شي، نو ستا اولاد چې تعليم کړی وي، هغه خپل کور او بچيان هم ساتلای شي او د خپل ملک لپاره هم ډېر کارآمد وي. داسي نه ده چې هغه يوازي د ځان لپاره وي بلکې يو ښه تعليم يافته ښځه د خپل قوم لپاره او د خپلو خلکو لپاره که يو ښه ډاکټره وي، يا انجينيره وي يا عالمه وي او يا لېکچراره وي نو هغه سل کوچنيان نور پوه کولای او روزلای شي. نو زه خو خپله تعليم ته ډېر اهميت ورکوم. بايد چې هره مور او هره ښځه تعليم حاصل کړي.))

د سوات ملاله يوسفزۍ هم د ۲۰۱۳م کال د نوبل امن جايزې لپاره په همدې خاطر نومول شوې وه چې نوموړې د نجونو د تعليم لپاره غږ (ږغ) پورته کړی وو.


دا کوم شعور چې ما د تعليم له لارې حاصل کړی زه وايم داسي بل هيڅ شی نشته چې ما ته يې دغه را زده کړی وای. نن چې زه کوم ځای ته رسېدلې يم دا هم د تعليم له برکته ده.
د بلوچستان په آی ټي پوهنتون کوټه کې د اقتصادياتو ښوونکې مرجان ارباب وايي چې د تعليم په تر لاسه کولو يې ځان يو مقام ته رسولی او د تعليم په برکت يې هغه پوهه پيدا کړې چې د بلې لارې يې متبادل نشته.

((دا کوم شعور چې ما د تعليم له لارې حاصل کړی زه وايم داسي بل هيڅ شی نشته چې ما ته يې دغه را زده کړی وای. نن چې زه کوم ځای ته رسېدلې يم دا هم د تعليم له برکته ده. نن چې خلک زما پر مقام او زما پر پرمختګ خوشالي کوي او زما ستاينه کوي نو د هغه وجه همدا ده چې ما تعليم کړی دی. دا تعليم ما درلودی نو زه تر دې ځايه راورسېدم. دا تعليم ما درلودی چې نن خلک زما نوم اخلي او ما يادوي. نو چې ما تعليم نه درلودی زه به هم يوه عامه نجلۍ وای او زه به هم په دوی کې شامله وای چې نن هيڅ نه کوي.))

د خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمو په ګډون نن هم په لر و بر پښتنې ټولنه کې يو شمېر نجونې له ښوونځيو بهر دي او د تعليم تر لاسه کولو حق نه لري.

دا چې د نجونو د تعليم تر لاسه کولو په لاره کې لوی خنډونه څه دي؟ د سوات په ډګري کالج کې د سياسياتو د څانګې زده کوونکې نيلم ابرار چې د تعليم يوه مبارزه هم ده وايي چې خپل کور او ټولنه د نجونو د تعليم په مخ کې تر ټولو خنډونه دي.

((زموږ معاشره موږ پخپله جوړه کړې ده. که زه خپل مثال ورکړم چې زه مخ ته تلل غواړم نو زما کور والا به وايي چې نه، ته مه وځه، زموږ ګاونډيان به څه وايي او زموږ خاندان به څه وايي. نو دا سوچ بدلول غواړي چې دا معاشره موږ جوړه کړې ده نو زه بيا ولي دا پروا وکړم چې هغه خلک به پر ما باندې څه وايي. زه بايد دا سوچ وکړم چې د ځان لپاره څه کوم او د خپل کور والا لپاره څه کوم. نو اولنی رکاوټ زموږ معاشره او زموږ کور والا وي. چې کله زموږ کور والا د وړو تر شا ودريږي، د جينکو تر شا ودريږي چې تاسو ځئ خپل سبق ته او تعليم حاصل کړئ نو بيا داسي بل څوک نشي را اوچتېدای چې هغه پر هغه جينۍ لاس کيږدي چې نه، ته به تعليم نه حاصلوې.))

که څه هم د ماشومانو د تعليم لپاره يو شمېر سازمانونه کار کوي خو د تعليمي چارو کارپوهان په دې لړ کې حکومتي پلانونه او هلې ځلې اغېزناکه ګڼي.

پر دې سربېره مور او پلار ته په دې خاطر لومړيتوب ورکول کيږي چې هم د دوی په وساطت سره ماشومانو له کوره ښوونځي ته لاره پيدا کولای شي. په پېښور کې د تعليم لپاره د يو کار کوونکې سازمان مشره او د خېبر پښتونخوا په حکومت کې د تعليم لپاره د کارکوونکې ډلې يوه مشاورتې غړې معراج همايون وايي، تعليم د هر ماشوم حق دی او پر مور او پلار لازم ده چې دا حق خپلو ماشومانو ته ورکړي.

((د معاشرې خلک په دې کې لوی کردار ادا کولای شي چې هغه د تعليم په باره کې شعور ورکړي او په بيا بيا د دې اهميت ته اشاره وکړي. پر والدين تر هر چا ډېر لازم دي چې که هغه هلک پيدا کوي که جينۍ پيدا کوي چې د ماشوم کوم حقوق دي هغه ټول ورله ورکړي. او تعليم يو بنيادي حق دی ځکه چې له تعليم سره يوازي خپل ژوند نه ښه کيږي بلکې د هغه سره ټول چاپېرچل بدلېدای شي، او په خپل کور، ټبر او معاشره کې فرق راتلای شي.))

د ملګرو ملتونو له يوه تازه راپور سره سم دا وخت په نړۍ کې ۵۷ ملينه ماشومان له ښوونځيو بهر دي چې نيمايي برخه يې په جنګ ځپلو سيمو کې ده.
XS
SM
MD
LG