د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د پاکستانیو طالبانو دویم مشر نیولی دی


واشنګټن - امريکا تاييد کړی چې د دې هیواد ځواکونو د پاکستاني طالبانو دویم مشر نيولى دى.


د جمعې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزرات ویاندې ماري هرف د لطیف مسید د نیولو په اړه په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل:

((زه دا تاییدوم چې امریکایي ځواکونو د تحريک طالبان پاکستان يو مشر لطیف مسید د پوځي عملیاتو پر مهال نیولی دی. د اوس لپاره د دې عملیاتو په برخه کې زه نور معلومات نه لرم چې له تاسو سره یې شریک کړم.))

ځينې راپورونه وايي چې امريکايي ځواکونو دغه کس د اکتوبر په لومړيو کې په افغانستان کې ونيوه.

راپورونه زياتوي ده له افغان استخباراتي کارکوونکو سره چې غوښتل يې دى د سولې د خبرو لپاره وګماري سفر کاوه، چې ونيول شو.
XS
SM
MD
LG