د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات ۶۵۰۰ کسان له پینځو کالونو راهیسې ورک دي


د خیبر پښتونخوا د سوات کبل تحصیل ښځو د خپلو کورنیو غړو د بې درکه کېدو پر ضد مظاهرې کړې دي.

دوی پر پاکستاني پوځ تور پورې کړ چې د پوځي عملیاتو پر وخت یې د دوی په زرګونه کسان نیولي دي چې تر دې دمه لا ورک دي.

د جمعې پر ورځ په لسګونه ښځو د لاریون پر وخت وویل، د دوی د کورنۍ غړي یا خو پوځ نیولي او یا هم د سیمه ییزو امن کمېټیو په ذریعه یې پوځ ته ځان سپارلی وو خو تر ننه یې نه د مړ پته لګي او نه د ژوندي.

د دې ښځو مشرې جان سبا وویل: ((موږ ټول د سوات پښتانه یو. زه د دې مشن مشره یم. دا هغه پښتنې ښځې دي چې چا یې اواز نه دی اورېدلی. ۶۵۰۰ کسان دي چې ورک دي. دا ټول طالبان خو نه ول.))

دې وویل، په سوات کې دا ټول کارونه د ذاتیاتو یا د کورنیو د دښمنیو په نتیجه کې شوي دي.

په دې اړه مو په سوات کې د پوځ له ویاند کرنل ذیشان سره په بیا بیا اړیکي وکړل خو د هغوی دریځ په تر لاسه کولو کې بریالي نه شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG