د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې ځانمرګی برید، درې وژل شوي دي


د افغانستان په ننګرهار کې ځانمرګي بريد د دوو پوليسو په ګډون ۳ کسان وژلي او لږ تر لږه ۶ کسان یې ژوبل کړي دي.

د ننګرهار د امنيې قومندان فضل احمد شېرزاد له پېښې وروسته خبريالانو ته وويل چې د شنبې پر سهار د افغانستان په وخت شا وخوا اووه نيمې بجې د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ په دروازه کې د يوه موټر په واسطه ځانمرګی بريد وشو چې په کې پوليسو او عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا د ننګرهار مطبوعاتي دفتر د ژوبلو کسانو شمېر ۸ ښيي او وايي چې دا ټول پوليس دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG