د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني حکومت د ترهګرۍ ضد هېڅ کوټلی پلان نشته


د پاکستان مرکزي او د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومتونه له وسلوالو سره د ګټه ورو مذاکراتو يا د دوی پر ضد د پوځي عملياتو هېڅ پلان نه لري.


په پاکستان کې حکومتي سياسي ګوندونو له انتخاباتو وړاندې ويلي وو چې دوی په ملک کې د امنيت پرځای کولو لپاره کوټلې پلان لري خو د څه باندې دريو مياشتو تېرېدو باوجود د حکومت لخوا د ترهګرۍ په اړه کومه ښکاره تګلاره نه ده ټاکل شوې.


بلخوا په ځانمرګي او بمي بريدونو کې په لسګونه کسان وژل شوي دي. کارپوهان پر دې نظر دي چې د پاکستان مرکزي او د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومتونه له وسلوالو سره د ګټه ورو مذاکراتو يا د دوی پر ضد د پوځي عملياتو هېڅ پلان نه لري.


د پاکستان وزير عظم نواز شریف د پېښور دورې پر مهال ويلي ول، حکومت له وسلوالو سره په مذاکراتو کولو کې سنجیده دی او دغه رنګ د ده په خبره په ټول ګونديزه غونډه کې يې هم مذاکراتو ته لومړیتوب ورکړی وو، خو له دې څو ورځې وړاندې د پېښور په یوې کلیسا د ځانمرګو بمي بريدونو وروستو نوموړي ويلي ول هغوی له وسلوالو سره د سولې خبرې پرمخ نه شي بوتللی او دارنګ د پاکستان په رسنيو کې داسې خبرونه وو چې حکومت د وسلوالو خلاف د پوځي اپريشن پلان لري، د پاکستان حکومت ولې د ترهګرۍ ضد هېڅ ښکاره او کوټلې تګلاره نه لري.

د دې په ځواب کې د ګومل يونيورسټۍ استاز عزيزالله وايي که يو خوا په مرکز کې د مسلم ليګ(ن) او خېبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف په مشرۍ حکومتونه د طالبانو له دښمنۍ وېرېږي او پر ضد يې پوځي عمليات نه شي کولی نو بلخوا دوی پر دې هم پوه دي چې له طالبانو سره د هغوی په شرطونو د سولې خبرې د طالبانو په ګټه دي.

بلخوا د پاکستاني پوځ پخوانی بريګډيېر محمد سعد وايي د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پر ضد د واضحه حکمت عملۍ خپلولو په اړه ځکه له ذهني ګډوډۍ سره مخامخ دي چې يو خوا حکومتي مشرتابه کمزورې ده ، د ترهه ګرۍ پر ستونزه نه پوهېږي نو بلخوا د رياست لخوا د نورو هېوادونو په اړه پالسي چې د ترهه ګرۍ سبب ګرځي له هم هغسې روانه ده.

بريګډيېر محمد سعد وايي که چېرې د پاکستان ولسي او پوځي مشرتابه د ترهه ګرۍ په اړه کوټلې او ښکاره حکمت عملي خپله نه کړه نو د هېواد راتلونکی به له خطرو سره مخامخ شي.

ياده دې وي چې د پاکستان مرکزي او د خېبر پښتونخوا حکومتونه وار په وار دا وايي چې دوی له طالبانو سره د سولې خبرو په وسيله په هيواد کې امن پرځای کول غواړي خو د پاکستاني طالبانو مشر څو ورځې وړاندې په خپله ويډيوي مرکه کې ويلي ول چې د پاکستان حکومت له دوی سره په مذاکراتو کې سنجيده نه دي.
XS
SM
MD
LG