د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حکیم الله مسود کمندان لطیف افغانستان کې ونیول شو


د لوګر والي ارسلا جمال ویلي، د وسله والو طالبانو داقوماندان تیره اونۍ له نورو کسانو سره په موټر کې سفر کاوه چې امریکايي ځواکونو ونیو.

د لوګر والي ارسلا جمال وايي، د وسله والو طالبانو یو قوماندان لطیف مسود چې یوه اونۍ مخکې په محمد اغه ولسوالۍ کې نیول شوی وو، د امریکايي ځواکونو په ولکه کې دی.



رپوټونه وايي، چې د لطیف مسود نیول کیدل به ښايي پاکستاني طالبانو ته سخته ضربه وي.

د لوګر والي ارسلا جمال ویلي ، د وسله والو طالبانو داقوماندان تیره اونۍ له دوو یا دریو نورو کسانو سره په موټر کې سفر کاوه چې امریکايي ځواکونو ونیو.


لطیف مسود د پاکستاني طالبانو د قوماندان حکیم الله مسود لوی مرستیال وو.

پاکستاني طالبانو دا خبر تایید کړی او ادعا کوي چې لطیف مسود د خوست په سرحدي سیمه غلام خان کې د افغانستان د ملي اردو عسکرو نیولی دی.

خو د افغانستان د اسختباراتو مامورینو اسوشیتد پرس ته ویلي، چې د پاکستاني طالبانو دا له افغان عسکرو څخه امریکايي ځواکونو اخیستی او درک یې نه دی معلوم .
XS
SM
MD
LG