د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوباما او ریپیلیکنو خبرې بې له پرمختګه ختمې شوې


د سينې ماڼۍ ویاند جې کارني
د سينې ماڼۍ ویاند جې کارني

د سپینې ماڼۍ بیان وايي، د يو نيم ساعت دا خبرې ښې بلل شوې خو زیاتوي، چې دواړو لورو په خبرو کې د په ټپه دریدلې حالت څخه د وتلو هېڅ لاره ونه مونده.

د امريکا د ولسمشر بارک اوباما او د اپوزیشن د ريپبليکنز مشرانو تر منځ د امریکايي پورونو کچې زیاتولو پر سره خبرې پرته له کومې پریکړې پای ته رسیدلې دي. په امريکا کې له تيرې څه باندې يوې اونۍ راهيسې يو شمېر وفاقي ادارې بندي دي چې له کبله يې په لکونو خلک بې کاره شوي دي. که چيرې د ولسمشر اوباما د ډيموکراټانو او ريپليکنز تر منځ خبرې اترې کاميابه نشي نو د امریکا د پورونو نظام به له خطر سره مخامخ شي چې په نړیوال اقتصادي نظام به هم اغېز وکړي.


د سپینې ماڼۍ په یو بیان کې د يو نيم ساعت دا خبرې اترې ښې بلل شوې خو زیاتوي، چې دواړو لورو په خبرو کې د په ټپه دریدلې حالت څخه د وتلو هېڅ لاره ونه مونده.

د امريکايي پارلمان په ولسي جرګه (ايوان نمايندګان يا د استازو په مجلس کې) د اکثریت ريپليکنز غړو مشر ایریک کانټر ، دا خبرې اترې ډیرې ګټورې بللې دي او تمه یې څرګنده کړې ده چې د ولسمشر بارک اوباما له ډيموکراټانو سره به بحثونه د پنجشنبې په شپه هم دوام وکړي .

((زه فکر کوم چې په غونډه کې دواړو خواوو ته څرګنده وه چې موږ چيري ولاړ يو. او د غونډې پايله دا راووتل چې زموږ ډلې به نن شپه بيا خبرې اترې کوي او نور زيات بحثونه به کوو. ولسمشر وويل چې هغه د خپلې انتظاميې له وګړو سره مشوره کوي او موږ هيله من يو چې پرمخ ولاړ شو))


د امریکا د استازو د مجلس غړي باید د اکتوبر تر اوولسمې نیټې پورې د امریکا د پور اندازه لږ تر لږه د موقت وخت لپاره زیاته کړي چې دا مهال شپاړلس اعشاریه اووه ټریلينه ډالره ده.

بلخوا سپينې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ وويل چې اوباما به وغواړي چې د حکومت د پورونو اندازه په موقت وخت د پورته کولو پر بل لاسليک وکړي خو يوازې په هغه حالت کې چې دا بل ر يپبليکنز لخوا بې له کوم شرطه راوړل شي.

د دې سربېره د اکثريت ډيموکراټو غړو مشر هېري ريډ ټينګار کوي چې په خرڅونو کې د څه ډول کمي راوستو پرته بايد د پورونو په اړه خبرې اترې وشي.

((موږ دلته يو. حکومت بايد اوس سپينه خبره وکړي. موږ بايد د خپلو پورونو د ادا کولو اهل شو. او لکه مخکې چې مو وويل موږ به پر هر څه مذاکرات کوو او ولسمشر نن د دې خبرې پخلی وکړی)).

که چيري د امريکا د دوو لويو ګوندونو ډيموکراټانو او ريپليکنز تر منځ د خبرو اترو په پايله کې دا کار ونه شي نو د امریکا د پورونو نظام به له خطر سره مخامخ شي چې په نړیوال اقتصادي نظام به هم اغېز وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG