د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې موټر بم برید څلور تنه ملکیان ژوبل کړل


د پنجشنبې ورځ مازدیګر د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نړیواو ځواکونو په موټریز کاروان د موټر بم په واسطه برید شوی.

پرون د پنجشنبې ورځ مازدیګر د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نړیواو ځواکونو په موټریز کاروان د موټر بم په واسطه برید شوی، چې له کبله يې لږ تر لږه څلور تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.


د خوست د ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ د یادې پيښې په اړه مشال راډیو ته وویل، چې برید د اسماعیل خېلو او مندوزیو په ولسوالۍ کې د خوست-ګردیز سړک په اوږدو کې تر سره شوی، چې په کې څلور تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

نوموړي د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ بللی او ویلي يې دي، چې ټپیان د امنیتي کسانو له خوا په بېړه د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي.

مبارز محمد ځدراڼ وايي، چې دوی سره ایتلافي قواوو ته د اوښتې زیان په اړه مالومات نه دي شریک شوي.

((پرون پنجشنبه مازدیګر مهال د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د ورزې سړک په سیمه کې د خوست-ګردیز په عمومي سړک باندې د یو موټر بم په واسطه سره د نړیوالو ځواکونو په موټریز کاروان باندې برید شوی، چې په پایله کې زموږ څلور تنه عام هېوادوال ټپیان شوي دي، خو د دوی ټپونه دومره ژور نه وو، دوی په وخت سره د امنیتي ځواکونو له خوا ولایتي روغتون ته د درملنې په موخه انتقال شوي، نور ائیتلافي قواوو ته د برید له کبله د زیان په اړه تر اوسه کوم مالومات نه دي راکړل شوي.))

د پیښې په ځای کې یو تن عیني شاهد مشال راډیو ته وویل، چې برید د یو صرف ډوله موټر په واسطه د ایتلافي قواوو د موټریز کاروان د وروستۍ برخې سره نږدې ترسره شو، خو سیمه ژر د ائیتلافي قواوو د سرتېرو په واسطه د خلکو او موټرو د تګ او راتګ په وړاندې وتړل شوه او د پيښې ځای ته نږدې څوک نه ورپرېښودل کیدل.

بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد مشال راډیو ته په لیږلي تلیفوني پیغام کې د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او ادعا يې کړې، چې په یاد برید کې يې دوه امریکايي زغروال ګاډي تخریب کړي او دیارلسو تنو بهرنیو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د یادونې وړ ده په خوست کې د پوره یو کال وروسته دا د موټر بم لومړنۍ برید وو، چې په نسبتاً ګڼ مېشته سیمه کې ترسره شو.
XS
SM
MD
LG