د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: چاودنې څلور تنه وژلي ۲۵ ژوبل


د کوټې سیټی پولیس تاڼې مخې ته چاودنه. ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۳م کال
د کوټې سیټی پولیس تاڼې مخې ته چاودنه. ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۳م کال

چاودنه د زیارت پر ماځیګر په لیاقت بازار کې د سيټي پولیسو تاڼې مخې ته شوې، چې د چارواکو او عيني شاهدانو په خبره څلور تنه وژل شوي او ۲۵ ژوبل دي.

د بلوچستان د سر ښار کوټې په لیاقت بازار کې چاودنه شوې، چې دېرشو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.


چاودنه د زیارت پر ماځیګر په لیاقت بازار کې د سيټي پولیسو تاڼې مخې ته شوې، چې د چارواکو او عيني شاهدانو په خبره څلور تنه وژل شوي او پنځویشت نور ټپیان شوي دي.

لیاقت بازار د کوټې تر ټولو لویه تجارتي سیمه ده، چې په هر وخت او هر موسم کې ګڼه ګوڼه وي او خلک سوداوې اخلي. خو اوس چې د اختر ورځې دي، نو د اختر د تياريو لپاره د ښځو او ماشومانو په شمول ډېری وګړي د سودا خیستلو لپاره ورځي.

يونايټيډ بلوچ آرمي وسله والې ډلې د ننۍ چاودنې مسوولیت قبول کړ


د مرید بلوچ په نامه يوه تن چې ځان د يوناييټيډ بلوچ آرمي ویاند بولي د کوټې رسنيو ته د لیاقت بازار د ننۍ چاودنې مسوولیت قبول کړ. يو بي اې له تېرو څو کلونو راهیسي په کوټه او بلوڅ مېشتو سیمو کې پر امنيتي ځواکونو او د ورته بمي بریدونو مسوولیت پر غاړه اخلي. يو بي اې د بلوڅ ملتپالو وسله والو ډله ده چې وايي د بلوچستان تر آزادۍ پورې به يې د پاکستان پر ځواکونو بریدونه جاري وي.


کوټه: لیاقت بازار کې د چاودنې ځای. ۱۰م اکتوبر ۲۰۱۳
کوټه: لیاقت بازار کې د چاودنې ځای. ۱۰م اکتوبر ۲۰۱۳


لیاقت بازار د چاودنې ځای. ۱۰ اکتوبر۲۰۱۳
لیاقت بازار د چاودنې ځای. ۱۰ اکتوبر۲۰۱۳
XS
SM
MD
LG