د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د افغاني توليداتو نندارتون تر سره شو


په جلال اباد الفلاح خصوصي پوهنتون کې د محصلينو په لاس د جوړو شويو افغاني توليداتو يو ورځينې نندارتون تر سره شو.


په جلال اباد الفلاح خصوصي پوهنتون کې د محصلينو په لاس د جوړو شويو افغاني توليداتو يو ورځينې نندارتون تر سره شو. دغه نندارتون کې د بيلابيلو پوهنځيو محصلينو د خپلو توليداتو نمونې نندارې ته وړاندې کړې وې.


د افغاني توليداتو دغه نندارتون د اکتوبر په لسمه نيټه د الفلاح خصوصي پوهنتون په انګړ کې جوړ شوی و چې په جلال اباد کې د بيلابيلو علمي موسسو پر استازو سربيره په کې ګڼ شمير محصلينو هم ګډون کړی و.

د الفلاح خصوصي پوهنتون مشر ډاکټر سيد معشوق سادات د نندارتون د پرانستې پر مهال مشال راډيو ته وويل چې د نندارتون له پرانستې يې مقصد دا دی چې افغاني توليداتو ته کورنی او بهرنی بازار ومومي.

(( زموږ د ننني نندارتون موخه او هدف دا و چې موږ څنګه وکولای شو چې په افغانستان کې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې عملي زده کړې رايج کړو. بل هدف مو د ده څخه دا و چې موږ څنګه وکولای شوو چې په هيواد کې هغو وړو چې هغوی وړې کمپنۍ لري، دوی ته څنګه موږ د بازار يابۍ طريًې وروښيوو. دوی ته د منجمنټ طريقې وروښيوو، دوی ته د فنانس سستم وربرابر کړو. او همدا رنګه دوی چې کوم محصولات او توليدات لري، دا د هيواد په ټولو خلکو وپيژنو او بلاخره دوی ته يو نړيوال بازار پيدا کړو.))


د ياد پوهنتون د اقتصاد پوهنځي يو تن محصل خليل الرحمن محمدخيل داسې يو دوربين نندارې ته وړاندې کړی و چې تر ديواله هاخوا په کې هم ننداره کيدلی شوه. دی وايي چې که افغان ملي ځواکونه وغواړي نو دوی به ورته په لويه پيمانه دوربينونه جوړ کړي.

(( انګليسي کې دې ته پيرسکوف وايي او موږ ورته چپه دوربين نوم ايښی دی.يانې په اصل پيرسکوف او دې کې دومره فرق دی چې په هغې کې های ټيکنالوژۍ کارول شوې او موږ په دې کې ډيرې عادي شيشې استعمال شوي او هغه شيان موږ ته ښيي چې له ديواله ها خوا وي. او دغه شی ما د افغانستان ملي ځواکونو ته لپاره تيار کړی دی که چيرته افغان دولت دا له موږ نه وغواړي نو موږ کولای چې په لويه پيمانه يې ورته جوړ کړو.))

د علي احمد په نوم د اقتصاد پوهنځي يو بل تن زده کوونکي چې له اوه ډولو وچو ميوو څخه يې مربا جوړه کړې وه،مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( ده سيون ( اوه ډوله) پروټ چې کوم دي دا توليدو، د زيست په نامه مربع موږ جوړه کړې او د اول ځل لپاره موږ ډيسکاونټ ( په کم قيمت) ريټ باندې خرڅوو. دې ته موږ داسې کوالټي ورکړې چې انشا الله هر سړی به د دې ډيمانډ او غوښتنه وکړي.))

دغه نندارتون ته د بيلابيلو علمي موسسو استازي هم ورغلي ول، د ننګرهار پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي ريس ببرک مياخيل خوشحاله و چې په لومړي ځل يې د اقتصاد پوهنځي د محصلينو عملي کار وکوت، نوموړي وايي:

(( متاسفانه زموږ د اقتصاد پوهنځي چې دي، تر ډيره په هماغه تيوريکي لحاض چې پوهانو کوم کتابونه ليکلي، هماغسې تدريسيږي. عملي برخې ته يې ډير کم پام کيږي. اوس چې زه ګورمه په الفلاح پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي دغه نوښت چې د تيوري تر څنګ خپلې لاسته راوړنې هم وړاندې کړي دا واقعاٌ دا يوه نوې خبره ده او زه يې ابتکار بولم.))

سره له دې چې په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د بيلابيلو افغاني توليداتو وړې کارخانې جوړې شوي چې بيلابيل خوراکي او د ژوند د نورو اړتياوو توکي توليدوي، خو بيا هم خلک بهرنيو توکو ته ارزښت کوي. خو اقتصاد پوهان وايي چې که چيرې ولس د بهرنيو توليداتو په نسبت افغاني هغو ته مخه کړي، نو خپل هيواد د اقتصاد په پياوړتيا کې به يې لاس لرلی وی.
XS
SM
MD
LG