د لاسرسي ځای

خوست: پر بزګرانو د تخمونو او کیمیاوي سرو ویشل


په خوست کې د اتو ولسوالیو پر نږدې دوه نیمو زرو بزګرانو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه.

د چهارشنبې په ورځ په خوست کې د اتو ولسوالیو پر نږدې دوه نیمو زرو بزګرانو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه، د نوموړي ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې په دې سره به په یاد ولایت کې د غنمو پیداوار د پخوا په پرتله ډېر شي.


د خوست ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چاروکي وايي، چې په خوست کې سږنیو بارانونو، ږلیو او نباتي ناروغیو د بزګرانو کرنیز پیداوار ته دروند زیان واړوه، په دې سره د غنمو تخمونه هم زیانمن شول او په ټوله کې د ډیری خلکو سره د پاتې شويو تخمونو څخه د ښه پیدوار هیله کمه شوې ده، د همدې ستونزې د حل له پاره د یاد ریاست له خوا د اتو ولسوالیو پر ۲۴۹۶ تنو بزګرانو باندې د ۲۶۰ ټنه غنمو او کیمیاوي سرې د وېش بهیر پیل شو.

بزګرانو سره د یادې مرستې په تړاو د کرنې سرپرست رئیس نقیب الله وویل، چې نوموړی اصلاح شوی تخم په خپله د خوست پیدا وار دی، چې د اتو ولسوالیو په بزګرانو به وویشل شي:

((د ټولو نه د خوښۍ ځای دا دی، دغه تخم چې موږ لاسته راوړی دی، د بزګر اباد د کرنیز شرکت تولید دی، چې په خوست کې موجود دی، یانې دا په خپله خوست کې تجربه شوي دي، د خوست د اب وهوا او محیط سره يې تطابق حاصل کړی دی او انشاالله نتیجه به يې هم ښه وي.

موږ د خوست بزګرانو په ځانګړي ډول هغه بزګرانو ته چې په کوپراتیفونو کې تنظیم دي، د ۲۴۹۶ تنو د کمیاوي سرې او اصلاح شویو تخمونو خریداري کړې وه، چې هغه د کرنې وزارعت د پرمختیايي بودجې نه د تقریباً یوولس میلیونه دوه لکه او درویشت زره افغانۍ کیدلې پیرودل شوي، دا مواد په اتو ولسوالیو کې چې عبارت دې مندوزیو ولسوالۍ، نادرشاه کوټ دی، دومنده دی، علي شېر، ځاځي میدان او مرکز ځیني ساحې دي، پر بزګرانو ویشل کیږي.))


نقیب الله وویل چې ږلیو او بارانونو په خوست کې د غنمو حاصلات زیانمن کړي او اصلاً ښه تخمونه نه دي پاتې شوي، چې دی هیله څرګندوي، بزګران به د دې تخمونو په کرلو سره بیرته ښه تخمونه ډېر کړي:

((د اصلاح شویو تخمونو د وېش اهمیت په دې کې دی، چې تېر کال هم سیلابونو وځپلو، هم طبعي افتونو وځپلو، هم ګلۍ وځپلو او هم په سیمه کې نباتي ناروغۍ درلودې، یانې د خوست په سطحه موږ هېڅ تخمونه نه درلودل.

دا به له بزګرانو سره دا کمک وکړي، چې د دوی په حاصلاتو کې به زیاتوالۍ راولي، همدارنګه دوی کولای شي، په راتلونکې کې له دې تخم څخه استفاده وکړي، په دې کې ۶۴ ټنه د غنمو تخمن دی، ۶۴ټنه ډي اې پي توره سره ده او ۱‍۲۹د ټنه سپینه یا یوریا سره ده.))


یو تن بزګر مشال راډیو سره په خبرو کې وویل که تخمونه او سرې ورته په موقع ورکړل شي، نو کرنیز حاصلات به يې د پخوا په پرتله څو برابره ډېر شي:

((زه حاجي نقیب د ماڼۍ کلي اوسیدونکی یم، موږ دې ځای ته د دې له پاره راغلي یو، چې نن زراعتي تخمونه د کوپراتیفونو غړو ته وېشل کیږي، موږ هم د دې له پاره راغلو چې خپل استحقاق ورڅخه تر لاسه کړو او په خپلو ځمکو کې يې وکرو، د دې تخمونو نتیجه د خپلو تخمونو نه ښه ده، که په خپل وخت وکرل شي، نو څو برابره ډېر حاصل کوي.))

د تخمونو او کمیاوي سرو د وېش د پیل په مراسمو کې خوست والي عبدالجبار نعیمي وویل د هغو سیمو خلک يې ډېر خوښیږي، چې کرنۍ او مالدارۍ ته يې پام ډېر وي:

((ډېری وخت چې ولسوالیو یا کلیو او بانډو ته ځم، په هر ځای کې چې کرنیزه ابادي ګورم، په ځانګړي ډول شولې، جوار یا غنم چې کرل کیږي، په رښتیا چې د هغو منطقو د خلکو مینه مې په زړه کې پیدا کیږي، په دې مانا چې د هغې منطقې خلک خواریکښ دی، کوښښ وکړئ، هغه څوک چې له دې خواریو يې ځانونه ګوښه ساتلي هغه هم له ځانه سره ملګري کړئ، ځکه چې دا یو لوی عبادت دی.))

د یادونې وړ ده خوست که څه هم د ښه او مساعدو اقلیم او اب و هوا له کبله دوه فصلیزې ځمکې لري، خو بیا هم په یاده سیمه کې د د ولت له خوا د کرنې او مالدارۍ پراختیا ته لکه څرنګه چې ښايي پاملرنه نه ده شوې.
XS
SM
MD
LG