د لاسرسي ځای

تازه خبر

روغه جوړه که تسلیمېدل؟


په پاکستان او سیمه کې د امنیت پرځای کولو او ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د جنرال ضیاءالحق د دور پالیسۍ او فکر له مینځه وړل ضروري دی.

پاکستان کې د سترې محکمې (سپریم کورټ) وکیل اطهر من الله په ایکسپریس ټریبون ورځپاڼه کې په خپله مقاله کې لیکي. چې په سیمه کې د امنیت پرځای کولو او ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د جنرال ضیاءالحق د دور پالیسۍ او فکر له مینځه وړل ضروري دی.


اطهر من الله لیکي، د ټول ګوندیزې غونډې اعلامیه ټولو سیاسي مشرانو لاسلیک کړه. دې عمل د مخکې نه منتشر قام د فکر په حواله نور هم ګډوډ کړو. زموږ مشرانو د هغه دښمن په اړه بحثونه وکړل. چې له لسو کلونو نه زموږ پرضد جنګېږي ـــــ خو نوم يي ورته وانخیستو. آیا دا د سرټیټولو اعلان وو او کنه سیاسي مشرتابه یوځل بیا ؛نظریه ضرورت؛ عملي کړه؟

لیکوال لیکي ـــــــ پاکستانیان د خبرو اترو خلاف نه دي. خو د هغه خلکو په شرایطو نه چې د پاکستان دستور یا قامي حاکمیت نه مني. آیا په ټول ګوندیزه غونډه کې سیاسي مشرانو ته چا وریاده نه کړه، چې دغه بې نومه دښمن تر حکومتي بندیز لاندې راغلی یو تنظیم دی؟ د دستور په ۲۵۶ مه ماده کې لیکل شوي ؛ هر هغه شخصي تنظیم چې د یو وسله وال تنظیم په توګه د کارکولو قابل وي، غیرقانوني دی؛ آیا سیاسي مشرتابه ته چا وریاده نه کړه چې د یو غیرقانوني تنظیم سره خبرې کول، د هیواد د ستور پر ضد عمل دی؟


اطهرمن الله لیکي ـــــ وسله والو له پنځوسو زرو ډېر خلک وژلي دي ـــــ او د قانون مطابق یوازې د وژل شويو خلکو کورنۍ دغه جرم معافولی شي. آیا د دې اعلامیې تر لاسلیکولو وړاندې چا له هغوی پوښتنه کړې ده؟ آیا سیاسي مشرانو ته دا څرګنده نه شوه ــــ چې د اسلام په نوم د خلکو وژنه د مذهب په سپکاوي کې راځي؟

لیکوال وړاندې لیکي، په تاسو کې ځنې دا باور لري، چې ترهګري د ډرون بریدونو ردعمل دی. نو بیا د ټول ګوندیزې غونډې اعلامیه د ډرون بریدونو په اړه ولې دومره نرمه ده؟ بیا تاسو ولې امریکا یو دښمن هیواد نه ګرځوی؟ ولې دا اعلان نه کوی چې ناټو ته په سامانانو وړلو به تر هغه بندیز وي چې تر څو ډرون بریدونه نه وي درېدلې؟ د دغه پر ځای تاسو د امریکا د سیل لپاره د ډرون معامله ملګرو ملتونو ته د وړلو خبره وکړه. آیا تاسو ناخبره ياست چې یوه معامله ملګرو ملتونو ته د وړلو معنا داده چې تاسو د هیواد قامي حاکمیت نه لاس وینځۍ ؟ او بیا یوه ساده پوښتنه دا هم جوړېږي چې په دواړو کې د کومې معاملې هوارول ډیر مهم دي ـــــــ د ترهګرۍ او که د ډرون؟

اطهرمن الله لیکي ـــــ که چیرې امریکا په افغانستان کې له طالبانو سره خبرې کوي نو طالبان څلور کاله د هیواد واکداران وو ــــــ بل امریکا له یو کمزوري دریځه له طالبانو سره خبرې نه کوي ـــــــ نه خو د امریکا کومه سیمه او نه يي کوم اوسیدونکی د طالبانو په رحم و کرم دی؟

په تاسو کې ځنې وايي ـــــ چې که له هندوستان سره خبرې کیدای شي ــــــ نو له وسله والو طالبانو سره ولې نه؟ هندوستان یو خودمختاره ریاست دی نو ایا په دې موازنه تاسو د وسله والو یو ټولګی د یو واکدار ریاست سره برابروۍ؟

اطهر من الله په پاي کې لیکي ــــــ هغه تمه لرله چې د ټول ګوندیزې غونډې اعلامیه به د جناح د پاکستان غمازي کوي ـــــ او د دښمن کارونه به غیراسلامي او غیرانساني وبلل شي خو د دې پرځای له دې نه د ضیاء د پاکستان تاٍثر راولاړېږي ـــــــ او ویره داده چې زموږ سره غداري شوې ده او له موږه بې وقوفان جوړ کړل شوي دي. لیکوال خواست کوي چې د ضیا پاکستان د تل لپاره تر خاورو لاندې کړی.
XS
SM
MD
LG