د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ملابرادر سره درابطې هڅه کوو، کرزی


افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، که څه هم پاکستان د افغان طالبانو دوهم مشر ملا غني بردار خوشي کړی خو هغه په خپله خوښه د چا سره نه رابطه کولې شی

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، که څه هم پاکستان د افغان طالبانو دوهم مشر ملا غني بردار خوشي کړی خو هغه په خپله خوښه د چا سره نه رابطه کولې شی او نه هم تګ راتګ.


نوموړي پرون د دوشنبې په ورځ کابل کې په يو خبري کنفرنس کې وويل:

((ملا برادر چې پخوا کوم زندان کې وو له هغه خوشي شوی خو اوس هم زموږ د معلوماتو ترمخه په خپل تګ راتګ کې ازاد نه دی. زموږ د معلوماتو ترمخه البته کورنۍ يې ورسره په رابطه کې ده. موږ کوشش کوو چې اړيکه مو ورسره ټينګه شي او پته او يو ټيليفون نمبر يې تثبيت شي چې موږ ورسره اړيکې ونيسو. ما د پاکستان له وزيراعظم نواز شريف مننه کړي وه چې په خپله وعده يې وفا وکړه او ملا بردار يې راخوشي کړ خو هيله ده چې په دې لاره کې د سولې لپاره نور ګامونه هم واخيستل شي.))

افغانستان ملا بردار د سولې د مذاکراتو لړ کې مهم ګڼي.

هغه پاکستان خوا او شا دوه هفتې مخکې له جيله وويست خو وي ويل چې کابل ته به يې ونه سپاري.

حامد کرزي همداراز افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو په اړه وويل، چې په راروانو انتخاباتو کې به د هیڅ یو امیدوار د ګټې یا تاوان لپاره د سرکاري وسایلو نه د فایدې پورته کولو اجازت ورنکړي.

نوموړي زیاته کړه دا هم ډیره مهمه ده چې د انتخاباتو په عمل کې بهرنیان مداخله ونکړي.
XS
SM
MD
LG