د لاسرسي ځای

د طالبانو له سوچ سره مخالفه یم. ملاله


له ملالې یوسفزۍ سره د مشال خبریال عبدالحی کاکړ د مرکې پر مهال

له ملالې یوسفزۍ سره د مشال خبریال عبدالحی کاکړ د مرکې پر مهال

ملاله یوسفزۍ وايي، جنګ به په امن ختمېږي. موږ ته په کار ده چې په منځ کې ورورولي او امن راولو.

لندن - د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ ویلي دي چې دې د طالبانو ضد پروپیګنډه نه کوله، بلکې د هغوی د سوچ او مفکورې مخالفه ده.


نوموړې دا خبره له مشال راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي چې نن یانې د اکتوبر پر نهمه د نوموړې د ویشتلو یوه کال پوره کېدو په مناسبت خپره شوې ده.

ملالې وویل، کله چې طالبانو په سوات کې د نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه نو دې یې مخالفت وکړ او د تعلیم او ښځو حقونو له پاره یې هلې ځلې پیل کړې.

ملاله په نړیواله توګه د تعلیم د مبارزې په توګه پېژندل شوې ده او د ۲۰۱۳ز کال د سولې نوبېل انعام له پاره هم په کتار کې ده.

د مرکې پر وخت ملالې هغه ټول تاثرات رد کړل چې ګني د غرب له پاره کارول کېږي. دې وویل، د تعلیم له پاره مبارزه د غرب له پاره نه بلکې د ټولې نړۍ له پاره ده.

ملالې همدا راز، د طالبانو د یوه لیک په ځواب کې وویل چې دې د قران د ۲۲مې سپارې ژباړه لوسته چې و ویشتل شوه.

ملالې زیاته کړه چې خپل ژوند په خپله خوښه د تېرولو حق لري او د تعلیم او ښځو حقونو له پاره به خپلې هڅې روانې ساتي.

دا لومړی ځل دی چې تر ویشتو وروسته ملالې د پښتو ژبې له یوې رسنۍ سره خبرې کړې دي.

د مرکې پوره متن لاندې لوستای شئ. پوره مرکه د پاڼې په پای کې د غږ په ځای کې واورئ.

همدا راز، د مرکې د یوې برخې ویډیو هم د ملالې یوسفزۍ پر ځانګړې پاڼې پرته ده.

مشال راډیو : د خلکو په ذهنونو کې دا پوښتنه ده چې ستاسو صحت څنګه دی یانې ډاکتران څه وايي چې تاسو اوس په کوم حالت کې یاست؟

ملاله یوسفزۍ : زه د خدای ډېر شکر ادا کوم چې زه اوس ښه یم ، ګرځم ، سکول ته ځم او لوبې کوم.

مشال راډیو : ډاکتران څه وايي چې تاسو نور علاج ته ضرورت لرئ او که نه؟

ملاله یوسفزۍ : ډاکتران وايي چې علاج به دې دوه، درې کاله روان وي. او دا هم وايي چې زما د مخ دا ګڅ (کیڼ) اړخ به هم ډېر ژر ښه شي ځکه چې مخ ته کوم [عصب] Nerve راغلی دی هغه له هغې ګولۍ سره پرې شوی وو او ډاکترانو د هغه اپرېشن وکړ او [هغه عصب یا رګ] اوس ورو ورو غټېږي او کار کوي.


چې موټر روان شو نو اوس چې زما په ذهن کې کوم تصویرونه دي هغه داسې دي چې هغه اووه ورځې ډېرې د تکلیف وې.
مشال راډیو : دا راته ووایاست چې دا پېښه څنګه وشوه؟ یانې تاسو څه ډول و ویشتل شوئ؟

ملاله یوسفزۍ : په هغه ورځ زما د مطالعه پاکستان پرچه وه او ما پرچه ورکړه او موټر ته د ختلو وخت وو. زه او منیبه په موټر کې کښېناستو. منیبه زما تر ټولو نېږدې ملګرې ده. زه ډېره زیاته خوشاله وم او فکر مې کاوه چې په سبانۍ پرچه کې به ډېر محنت کوم. منیبې ته مې وویل چې ته مه خفه کېږي بل پېپر ته به کار وکړو. موږ د سبا سوچ کاوه. داسې نه وه راته مالومه چې داسې پېښه به هم مخې ته راځي. له موږ سره د سوزکۍ په شان موټر دی او د هغه په شا کې به راسره ماشومان هم کښېناستل. عثمان [د موټر چلوونکي] ټول ماشومان مخ ته بوتل او یو ماشوم یې په شا کې پرېښود. ما په زړه کې یو څه محسوس کړل او عثمان بايي جان [ورور] ته مې وویل چې دا ماشومه مخ ته بوځي، هغه نه بیوله خو بیا ما خواست ورته وکړ او هغه بوتلله. خو بیا چې موټر روان شو نو اوس چې زما په ذهن کې کوم تصویرونه دي هغه داسې دي چې هغه اووه ورځې ډېرې د تکلیف وې. خو ماته د هغې واقعې په اړه هیڅ هم نه دي یاد.

مشال راډیو : دا نه دي درته یاد چې څوک راغلل؟

ملاله یوسفزۍ : نه، نه، بالکل هیڅ مې هم نه دي په یاد. خو زما په ذهن کې چې د هغو اوو ورځو تصویرونه دي هغه بېل بېل دي. زما سوچونه دي او زما خوبونه دي.

مشال راډیو : هغه وخت خو تاسو روغه واست نو د هغه موټر دروونکي مو هم نه دي په یاد؟

ملاله یوسفزۍ: نه نه ، هیڅ مې هم نه دي په یاد.

مشال راډیو : دا دې هم نه دي په یاد چې پر تاسو باندې یې ډزې وکړې؟

ملاله یوسفزۍ : نه نه، یوازې مې په موټر کې کښېناستل په یاد دي او عثمان (بايي جان) چې موټر سټارټ کړ له هغه وروسته مې هیڅ هم نه دي په یاد چې څه وشول.

مشال راډیو : ستاسو په ذهن کې چې کوم تصویرونه دي هغه څنګه دي؟

ملاله یوسفزۍ : په هغوی کې داسې دي چې زه هغه موټر نه بلکې یو (فلاینګ کوچ) وینم ، له ما سره بله نجلۍ ناسته وي او زما پلار [ضیا الدین یوسفزی] هم وي. دوه کسان روان موټر ته راوخېژي او تورې جامې یې اغوستې وي. پر ما او زما پر پلار دواړو د تمانچو ګولۍ وولي او هر څه تور وي. بیا زه داسې فکر کوم چې زه په خوب کې یم او بېګا چې ویده شوې یم نو لا نه یم راپورته شوې. بیا چې زه ګورم نو پر سټرېچر (خلک چې روغتون ته وړل کېږي هغه کټ ته سټرېچر ویل کېږي) پرته یم او زما شا و خوا بیخي زیاته ګڼه ګوڼه وي. او زه یوازې یو کس کتل غواړم او وایم چې ابا څه شو. زه د خبرو کوشش کوم خو څه ویلای نه شم. بیا چې مې د ابا مخ ولید نو یو څه مې محسوس کړل او ابا ته مې یو څه وویل. یوازې زه او ابا په دې پوه وو چې موږ یو بل ته څه وویل نور هیڅوک په دې نه پوهېدل.


موږ پښتو هېره کړېده او زه په خپله د انګریزي او اردو ټکي په کې استعمالوم، موږ د پښتو قدر نه کوو
مشال راډیو : یانې دا ټول خوبونه دي؟

ملاله یوسفزۍ: هو هو. خو په سټرېچر کې د پرېوتو او د ابا د لیدو په اړه ابا هم وايي چې هو هم داسې شوي ول. اوس چې زه په ویډیوګانو کې ګورم نو هم داسې ده. ما ابا ته ویلي ول چې ته زما کیڼ (چپ، ګڅ) اړخ ته ولاړ وې او هغه وايي هو زه هلته ولاړ وم. بیا به مې خوبونه لیدل چې مړه یم او ویل به مې چې که مړه یم نو قبر ولې نشته؟ او فرشتې ولې تپوس نه کوي؟ زما دا خوب نه وو دا یو داسې د بې هوښۍ حالت وو چې سړی په کې سوچ هم کولای شي. او کوشش به مې کاوه چې له دې راووځم او دنیا ته راشم ځکه پر ذهن مې داسې بوج وو.

مشال راډیو: تاسو ته داسې خطر یا دړکې وې چې طالبان به پر تاسو برید کوي؟

ملاله یوسفزۍ: زما مور او پلار خو د دې دړکو په اړه ډېر زیات خفه ول.

مشال راډیو: یانې دا دړکې څه وخت وې؟

ملاله یوسفزۍ: دا خو د ۲۰۱۲ز کال په جنوري او فبرورۍ کې پیل شوې وې. زما مور او پلار خو د بچیو په اړه ډېر خفه کېږي خو هغوی ما ته ویل هم نه. دوی کوشش کاوه چې د ملالې ژوند په خطر کې را نه شي. ما کله هم داسې فکر نه کاوه چې طالبان به راشي. ابا به راته ویل چې لږ احتیاط کوه نو ما به ورته ویل چې ابا په ۲۰۰۹ز کال کې دې ولي دا نه راته ویل چې احتیاط کوه چې اوس راته وايې.

مشال راډیو: تاسو له دې پېښې وروسته کله په لومړي ځل په ځان پوه شوی او اول خیال مو څه وی؟

ملاله یوسفزۍ: زه خو د اکتوبر پر نهمه ویشتل شوې وم او بیا د اکتوبر پر ۱۶مه زه په هوښ کې راغلم. زه په کوشش کې وم چې را پورته شم خو بیا به بې هوښه کېدم او بیا به په هوښ کې راتلم. هسپتال وي او ګډوډ خیالات وي او په اخر کې زه را ویښه شم. زه ډاکتران او نرسانې وینم او فکر کوم چې دا خو انګرېزان ښکاري او ژبه یې هم بدله ده. ځان ته چې ګورم نو په سټرېچر کې پرته یم او فکر کوم چې دا څه راباندې شوي دي او چا دلته راوستې یم. دا هم نه وه راته مالومه چې مور او پلار مې خبر دي او که نه.


مشال راډیو: په شعوري توګه دا احساس کله درته وشو چې تاسو ویشتل شوي یاست؟

ملاله یوسفزۍ: اول مې د خدای شکر ادا کړ چې ژوندۍ یم او بیا مې د مور او پلار سوچ کاوه چې هغوی به چېرې وي؟ بیا مې دا سوچ کاوه چې دلته چا راوستې یم خو تر ټولو خاص سوچ مې دا کاوه چې زه خو په دې هسپتال کې یم خو د دې به دا پیسې څوک ورکوي. ما ویل چې نه ابا دوی شته او نه له ما سره دلته پیسې شته. بس دا سوچونه به مې کول. چې کله به هم نرسې راتلې نو ما به پنسل او یوه پاڼه ورڅخه وغوښته او ما خبرې نه شوې کولای او ورته وبه مې لیکل چې دا پیسې به څوک ورکوي ځکه چې له موږ سره خو پیسې نشته. ما به ویل چې زما له پلار سره خو دومره روپۍ نشته چې هغه دلته ټکټ واخلي او بیا به مې فکر کاوه چې ابا به له یو چا قرض غواړي ، یا به د سکول بلډنګ (وداني) خرڅوي او یا به کور خرڅوي. بیا به مې ویل چې زموږ د سکول او کور بلډنګونه خو هم د کرایې دي هغوی به څنګه خرڅ کړي هغوی خو نه شي خرڅولای. بیا به مې سوچ کاوه چې په کلي کې به یې ځمکه خرڅه کړې وي.

مشال راډیو: دا خواهش به دي خامخا وو چې له مور او پلار سره دې خبرې وشي او دا بیا کله ممکنه شوه؟

ملاله یوسفزۍ: پر نولسم تاریخ ډاکتر زما د پلار نمبر ته ټیليفون وکړ خو ما د هغه (ټیوب) له وجي خبرې نه شوې کولای په کوم کې چې ما ساه اخیسته خو ما زما د پلار دوی خبرې واورېدې.

مشال راډیو : هغوی څه ویل؟

ملاله یوسفزۍ: هغوی ډېر زیاتې دعاګانې را ته کولې او بیا مې چې له مور سره خبرې کولې نو هغې به راته ویل چې بس نوره دې نه ستړې کوم. ته به ستړې شې او زه به نورې خبرې وروسته درسره کوم. هغوی خبرې کول غوښتل خو زما فکر ورسره وو. هغوی به ویل چې زه په دې ډېرو خبرو ستړې نه شم.


بوښتنه : ستاسو څه احساس وو؟

ملاله یوسفزۍ: ما څه نه شو ویلای ځکه چې مخ مې ډېر پړسېدلی وو او وروځې مې هم نه شوې خوځولای. ما وخندل. خو ډاکتران وايي چې تا خندلای نه شو خو ستا پر شنډو مسکا موږ ولیده. او ما چې له مور او پلار سره خبرې وکړې نو زه بې انتها خوشاله وم.

مشال راډیو: چې کله یې یې ستاسو له خولې هغه (ټیوب) لرې کړ او د خبرو امکان پیدا شو نو بیا تاسو په لومړي ځل څه ورته وویل؟

ملاله یوسفزۍ: ما ابا ته وویل چې زما خو یې دې کیڼ (ګڅ) اړخ ته ویښته پرې کړي دي. بیا مې ورته وویل چې ابا زما پر دې کیڼ اړخ داسې درد وي. او نورې مې هم ډېرې پوښتنې ورڅخه وکړې. ابا ماته ویل چې بچیه دا درد له اولنۍ ورځې کمېږي او که زیاتېږي؟ نو ما ورته ویل چې هم هغسې دی ، نه زیاتېږي او نه کمېږي. ما ته نه وه مالومه چې زما پر پلار تر ما زیات درد تېر شو. زما درد کم وو او زما پر پلار زیات درد وو او ما ته مالومه شوه چې زما پلار تر ما زیات خفه وو. نو بیا ما ځان ته وویل چې کله به هم پلار ته دا نه وایم چې زما پر سر درد دی. بیا به یې چې تپوس وکړ نو ما به ورته ویل چې نه، ښه یم.

مشال راډیو: بیا تاسو ته مالومه وه چې ستاسو مور او پلار به تاسو ته دلته راځي؟

ملاله یوسفزۍ: هو، ما د دوی تر راتللو یوه ورځ وړاندې له پلار سره خبرې وکړې او بیا مې ډاکتران او نرسانې راوغوښتې او هغوی ته ما ویل چې زم یو ډېر ضروري کار دی او زه پلار ته یو څه ویل غواړم. هغوی وخندل او موبایل یې راوړ. د ابا پر نمبر یې کوشش وکړ هغه مصروفه و او بیا ما ژر ژر د خپلې مور نمبر هغوی ته ور ولیکی. بیا مو ابا ته ټيلیفون وشو او ما ورته ویل چې ابا تاسو سبا راځئ زما ډېر ضروري کار دی او زما د فیزکس کتاب به خامخا راوړی ځکه چې په مارچ کې زما امتحان دی او هغه هم د بورډ یو لوی امتحان دی او که په هغه کې زه ناکامه شومه نو دا به ډېره بده خبره وي او زما دا خیال وو چې زه به په دې نومبر کې بیرته ځم. ماته نه وه مالومه چې زما په دې نیم سر کې کوپړۍ نشته او زما دا علاج دومره اوږد دی. زما دا خیال وو چې یو څه چل شوی دی او زه یې دلته راوستی یم او بیرته به ځم. پلار را ته ویل چې بچیه زه خو په اسلام اباد کې یم او ستا بېګ په مېنګوره کې دی او زه اوس څنګه هلته لاړ شم. ما ورته ویل چې خیر دی هغه د سرکاري سکولونو کتابونه ارزانه وي نور راته واخله.

هغه ډایري چې وه هغه زما له پاره ډېره په دې اهم وه چې په هغه کې ما خپل احساسات لیکل.
مشال راډیو: د هغه وخت احساسات مو څه وو چې کله مو مخامخ خپل مور او پلار سره ولیدل؟

ملاله یوسفزۍ: یو لفظ دی چې انسان وايي زه خوشاله شوم خو زه وایم دا لفظ زما احساسات نه شي څرګندولای. نو انسان چې ډېر زیات خوشاله شي نو وژاړي. زه دلته په برمنګم کې ۱۰ ورځې یوازې وم او ما نه وو ژړلي خو هغه وخت مې بیا وژل. بیا کښېناستو او ما ورته ویل چې ابا تاسو څنګه یاست؟ ښه یاست؟ بیا مې ورته وویل چې ابا هغه کسان څوک وو؟ مور مې راته وویل هغه پرېږده نور څه راته ووایه. خو ما به له دوی تپوسونه ډېر کول.

مشال راډیو: تاسو به له ځان سره څه سوچونه کول؟

ملاله یوسفزۍ: دا سوچ به مې کاوه چې زه په هغو کوڅو کې سکول ته روانه یم او طالب راشي، بل څوک راشي او زه به ورته وایم چې ما وولي، خو زه تعلیم غواړم او ستاسو د بچیو له پاره یې غواړم. کله به مې ویل چې زه به دوی په چپل وولم او بیا به مې ویل چې زه دوی په چپل وولم نو بیا په ما او په طالب کې څه فرق شو ځکه چې هغوی خو هم داسې کوي. کله نا کله چې انسان څه غواړي هغه ښه وي خو لاره ورته بیا غلطه ګوري. لاره هم پاکه په کار ده او هدف هم پاک په کار دی.

مشال راډیو: پر تاسو چې برید وشو او له هغه وروسته چې په هسپتال کې واست نو څه سوچ به مو کاوه؟

ملاله یوسفزۍ: په هسپتال کې ښه وم او دا کوین اېلېزبېت دېر ښه هسپتال دی او زما ډېر ښه خیال ساتل کېده. او بیا چې کله د باندې (یا بهر) راووتم نو دوه درې ځله راسره داسې وشو چې ما به ویل چې له دې هر درېیم کس سره په بډه تمانچه ده او دوی به اوس ما ولي. یانې دوه ځله تر داسې سختو حالاتو تېره شوې یم او بیا به مې ځان ته ویل چې تا خو یو ځل مرګ لیدلی دی نو ته بیا ولي له مرګه وېرېږې. مرګ خو هم ته مړه نه کړې او مرګ هم ستا ژوند غواړي نو ته بیا ولي وېرېږي. مور او پلار ته ځکه نه وایم چې هغوی تر ما زیات خفه کېږي.

مشال راډیو: اوس هم دا د وېرې کیفیت درسره شته او که نه؟

ملاله یوسفزۍ: نه زه اوس ډېره ښه یم او امید لرم چې هر څه به ښه وي او یو وخت به راشي چې زه به پاکستان ته هم لاړه شم او زما اوس بالکل په زړه کې وېره نشته. او زه پر دې باور لرم چې زه به یو ورځ خامخا پاکستان ته ځم.

مشال راډیو: تاسو ته داسې احساس کله وشو چې تاسو اوس یوه مشهوره څهره یاست، په ټوله نړۍ کې؟

ملاله یوسفزۍ: ما ته د اختر په ورځ یو کارډ راغی او هغه دلته په هسپتال کې د ایما په نامه یوه ښځه ده هغې رالېږدولی وو او د لوی اختر مبارکي یې را ته ویلې وه. بیا یو بل پېکټ راغلی ما ویل دا به هم د اختر وي خو چې و مې کتل هغه پخوانی وو. د ۱۰ او ۱۱م اکتوبر وو. زه حېرانه وم چې دا به چا رالېږدولي وي. بیا مې چې وکتل نو څوک د اسټرېلیا وو ، څوک د نیوزي لېنډ او څوک د انګلېنډ وو. هغوی ما ته دومره ډېرې دعاګانې کړې وې او زه حېرانه وم چې خلک له ماسره څومره ښه دي. چې یو انسان سیلېبرېټي وي نو د هغه هم بلها ډېر قسمونه دي.

مشال راډیو : تاسو څه ډول سلیبرېټي یاست؟

ملاله یوسفزۍ: زه خو ګڼم چې دا د خلکو مینه ده او خلکو دعاګانې دي. خلک ما په دې یادوي چې زه د ماشومانو او زنانه وو د حقونو له پاره کار کوم او زه هم ځان د دې لارې یوه کارکوونکې ګڼم. کېدای شي چې له هم دې وجې دوی ما یادوي.

مشال راډیو : تاسو په دې خوشاله کېږی؟

ملاله یوسفزۍ: هر انسان غواړي چې مشهور شي خو بیا چې موږ کله شاته ګورو نو موږ هغه خوشالۍ او د ژوند رنګونه شاته پریښي وي. بیا بازار ته نه شې تللای، خلک دې جامو ته ګوري، خبرو ته دي ګوري او پېزار ته دي ګوري. خو زه کوشش کوم چې خلکو ته وښیم چې زه هم ستاسو په شان یم او زه هم په کور کې له وروڼو سره جنګونه کوم او کله نا کله په کور کې غوسه کېږم هم.

مشال راډیو : تاسو کله فکر کوی چې ستاسو چې د کوم مقصد له پاره کار کوی هغه له تاسو څخه ستاسو ماشومتوب هم اخیستی دی؟


ملاله یوسفزۍ: ماشومتوب خو په کور کې دننه وي او زه اوس هم له وروڼو سره جنګونه کوم او په کار ده چې و یې کړم، هغه ځکه چې دوی ډېر ناکاره دي له ما سره.

مشال راډیو : کېدای شي ته ناکاره یې؟

ملاله یوسفزۍ: نه هغوی ناکاره دي ځکه چې واړه دي او زه مشره یم. په کار ده چې دوی له ما سره ښه وي. خو بیا هم لوبې کوم خو هغسې نه وي لکه څنګه چې تر دې شهرت له مخه وې. یانې سړی داسې شي لکه هغه خلک چې وایي (پخه) ده.

مشال راډیو : اوس تاسو ته په سوات کې کوم کوم شیان در یادېږي؟

ملاله یوسفزۍ : بس زما خو د مرغزار هغه ښایسته غرونه او د سوات هغه ښایسته سیند، د سوات هغه ښایسته ونې، د شانګلې هغه ښایسته پټي او بس د خپل وطن هر څه مې یادېږي. او تر ټولو مهم زما د وطن خلک او زما د وطن هغه خاوره ده.


دا نه ده مهمه چې ملاله ویشتل شوې ده او که نه ده ویشتل شوې، خو مهمه خبره دا ده چې ملاله یو شی غواړي او هغه دا دی چې د نجونو تعلیم او د ښځو حقونه.
مشال راډیو : دلته په برمنګم کې هر څه له سواته بدل دي، تاسو چې کله دا هر څه ولیدل نوڅه احساس مو وکړ؟

ملاله یوسفزۍ: کلچر شاک (کلتوري صدمه یا ټکان) خو ما دلته ځکه محسوس کړی دی چې دوی ښځو ته خپل حقونه ورکړي دي او یو قسم ازادي ده او بل دا چې دلته خلک پر قانون باندې عمل کوي. زه چې کله دلته ټریفېک ته وګورم نو د کراچۍ ټریفېک را یاد شي چې خلک یې هیڅ خیال نه ساتي.

مشال راډیو : په ژوند کې څه فرق شته او که نه؟

ملاله یوسفزۍ: ډېر دی. هلته زموږ په ملک کې موږ داسې فکر هم نه شو کولای چې زنانه به داسې یوازې پر روډ روانه وي. په اسلام اباد او کراچۍ کې به وي داسې خو په نورو او کلیوالو سیمو کې نشته. دلته داسې ډېر څه ما ولیدل. دلته نر او ښځو دواړو ته یو ډول حقونه دي. بله خبره دا ده چې دوی برداشت لري. یانې دوی وايي چې که تاسو څادر پر سر کوئ دا ستاسو حق دی او موږ که یې نه پر سر کوو دا زموږ حق دی.

مشال راډیو : تاسو د برمنګم په هغه کتابتون کې چې تاسو پرانستی ، د الکېمېسټ په نامه د پاولو کولو کتاب کېښود. ډېر خلک به دا فکر کوي چې ښه به دا وای چې تاسو د پښتو یو کتاب دلته ايښی وای. تاسو څه وایاست؟

ملاله یوسفزۍ: له بده مرغه زموږ خلک د پښتو کتابونو ته ارزښت نه ورکوي او موږ ته په سکولونو کې هم په مخه نه راځي او دا کتاب ماته یو چا په تحفه کې راکړی وو او ما ولوست او ډېره زیاته یې متاثره کړم. په دې کې راغلي چې تاسو که د خپل ژوند له مقصد سره انصاف وکړئ نو دا ټوله دنیا به بیا ستاسو مرسته کوي. ما به دلته د پښتو کتاب هم ايښی وای خو ما داسې یو کتاب ښودل غوښت چې ټول خلک یې وګوري. اوس خلک انګریزي زده کوي. موږ پښتو هېره کړېده او زه په خپله د انګریزي او اردو ټکي په کې استعمالوم، موږ د پښتو قدر نه کوو او د پښتو قدر تر ټولو ښه په سکولونو کې کېدای شي چې هلته ماشومانو ته د پښتو کتابونه وښودل شي. اوس زه ډېره خوشاله یم چې د سوات د بورډ په امتحان کې د پښتو کتابونه ښودل کېږي.

مشال راډیو : تاسو په پښتو کې لیک لوست کولای شئ که نه ؟

ملاله یوسفزۍ: ما په درېیم ، څلورم او پينځم جماعت کې د پښتو کتابونه لوستي ول، زما د پلار [ضیا الدین یوسفزي] له پښتو سره ډېره زیاته مینه ده. د هغه چې کوم سکول وو – خوشال سکول اېنډ کالجز – په هغه کې به زما پلار ویل چې ټول ماشومان دې پښتو زده کړي، نو اوس زه پښتو لیکلای هم شم او لوستلای یې هم شم. او زه په دې فخر کوم چې زه خپله ژبه پښتو لیکلای او لوستلای شم.
ما خو قران شریف په ۲۰۰۷م کال کې ختم کړی وو او بیا مې د قران ترجمه شروع کړې وه او هغه وخت زه په ۲۲مه سپاره کې وم چې زه و ویشتل شوم او ما غوښتل چې ټول ولولم خو هغه پر هغه ځای راڅخه پاتې شو
مشال راډیو : ډېر خلک دا تور لګوي چې تاسو چې بي بي سي اردو ته کومه ډایري لیکله ، هغه تاسو نه بلکې ستاسو پلار او عبدالحي کاکړ لیکله. تاسو به د داسې خبرو په ملاله یوسفزۍ کې څه وایاست؟ حقیقت څه دی؟

ملاله یوسفزۍ: دا خو د ۲۰۰۸ز کال وروستۍ ورځې وې چې تاسو [عبدالحي کاکړ] زما پلار [ضیا الدین یوسفزي] ته ټیليفون وکړ چې اوس موږ غواړو چې د خلکو غږ (غږ (ږغ)) واورو. ځکه چې خبرونه اورو ، د پوځ او نورو له خوا اورو. خو دا چې پر ولس، ماشومانو او ښځو څه تېرېږي په کار ده چې د هغوی غږ (غږ (ږغ)) واورو. نو زما پلار استادانو ته وویل، یوې ماشومې ته یې وویل چې هغه په هغه وخت مې زما په خیال چې په ۱۰م جماعت کې وه هغې یوه ورځ پر ټیليفون تاسو ته ډایري درکړه او بیا د هغې پلار انکار وکړ چې زما لور دا کار نور نه شي کولای ځکه چې هغې ته له دې لوی خطر دی. نو د ۲۰۰۹ز کال د جنوري میاشت تر ټولو زیاته سخته وه ځکه چې هره شپه به طالبانو په ګرېن چوک (د مېنګورې د ښار مشهوره څلور لاره) کې دوه یا درې کسان حلالول (سرونه به یې ځنې پرې کول). نو بیا زما پلار راغی هغه ما ته ویل چې ته به دا پر ټیليفون ویلای شې او که نه. نو ما وته ویل چې ابا دا خو زموږ له پاره تر ټولو لویه موقع ده چې د خپل سوات د خلکو غږ (غږ (ږغ)) پورته کړو او دنیا ته ووایو چې د سوات خلک او په خاصه توګه هغه ماشومان او نجونه څه فکر او احساس کوي چې سکولونو ته ځي. زه ډېره خوشاله شوم او ما پلار ته ویل چې هو زه دا ډایري لیکم او پر ټیليفون به یې ورته وایم . بیا ما ته نه وه مالومه او تاسو او بي بي سي دواړو غوښتل چې زما نوم بدل کړی هغه ځکه چې دا زما له پاره ډېر لوی خطر وو . تاسو زما نوم ګل مکۍ کړ او زما عمر مو هم یو، دوه کاله زیات په کې وښود ځکه چې هغه وخت ډېر زیات د خطر وخت وو. نو هغه ډایري چې وه هغه زما له پاره ډېره په دې اهم وه چې په هغه کې ما خپل احساسات لیکل.

شاه دوران تقریر وکړ چې د جنورۍ له ۱۵مې به یوه نجلۍ هم سکول ته نه ورځي. نو خبره خو د طالبانو پر ضد په دې شوه چې دوی ویل نجونه به سکول ته نه ځي او ما ویل چې ځي به. زه د هغوی د خیالاتو خلاف یم . هغوی د نجونو تعلیم نه غواړي نو زه بې شکه د هغوی خلاف یم.
مشال راډیو : چې کله پر تاسو برید وشو نو په پاکستان کې یو چا پر ټوېټر لیکلي وو چې د دې پېښې ذمه وار ستاسو پلار او یو صحافي دی، تاسو څه فکر کوئ؟

ملاله یوسفزۍ : نه دوی بالکل د دې نه دي ذمه وار او دا زه د زړه له کومې وایم ځکه چې که ما نه غوښتای نو زما پلار ماته نه شو ویلای ځکه چې هم هغه ماته ښودلي دي چې د ښځو حقونو څه دي او دا د هغوی حق دی چې فیصله په خپله خوښه وکړي. نو دا زما خپله فیصله او ډایری ما په خپله لیکله او انټرویو به مې هم ورکوله. زما پلار به یوازې ماته حوصله راکوله. او دویمه خبره د صحافیانو ده نو هغوی خو یوازې زموږ غږ (غږ (ږغ)) رسولی دی او موږ غوښتل چې څوک دې زموږ غږ (غږ (ږغ)) واوري. که تاسو فکر وکړئ چې که په سوات کې چا غږ (غږ (ږغ)) مه وای پورته کړی نو له سواته به افغانستان جوړ شوی وای. موږ نه غوښتل چې موږ دې په داسې سختو حالاتو کې تر قیامته و اوسو او یا دې مهاجر شو او یا دې په سوات کې داسې قتل و غارت روان وي. موږ دا نه غوښتل. نو زه د صحافیانو مننه کوم چې زموږ (غږ) غږ (ږغ) یې رسولی دی. په خاصه توګه د مشال راډیو چې نن یې ماته موقع راکړه چې زه خبرې وکړم.
مشال راډیو : چې کله پر تاسو برید وشو نو په پاکستان کې زیاتره خلک پر دوو ډلو و وېشل شول. یوه ډله د نورې نړۍ غوندې له تاسو سره ولاړه وه او دویمه ډله داسې وه چې ویل یې چې دا پر تاسو برید او دا ټوله کیسه هسې جعلي ده . تاسو په دې اړه څه وایاست؟

ملاله یوسفزۍ: د هغوی ګناه نشته هغه ځکه چې دوی به مایوسه شوي وي له سیاستوالو څخه او یا به یې تر دې وړاندې داسې څه لیدلي نه وي ځکه داسې فکر کوي. دویمه او مهمه خبره دا ده چې دا نه ده مهمه چې ملاله ویشتل شوې ده او که نه ده ویشتل شوې، خو مهمه خبره دا ده چې ملاله یو شی غواړي او هغه دا دی چې د نجونو تعلیم او د ښځو حقونه. ملاله د دې له پاره له دوی ملاتړ غواړي. د نجونو د تعلیم او د ښځو د حقونو ملاتړ دې وکړي دغه د ملالې ملاتړ دی. له ملالې یو شخصي مسله مه جوړوئ بلکې پر هغه څه بحث او خبرې وکړئ د کوم څه له پاره چې ملاله غږ (غږ (ږغ)) پورته کوي.

​مشال راډیو : په پاکستان کې ډېر خلک داسې فکر کوي چې د ملالې نوم اوس هر سړی د خپل مقصد له پاره استعمالوي . ستاسو په فکر ملاله یو برانډ دی او که یو مقصد دی؟

ملاله یوسفزۍ: خلک ورته په بېل نظر ګوري. دوی وايي چې د ملالی غږ (ږغ) خرڅېږي او زه وایم چې زما غږ (ږغ) رسېږي دنیا ته زما غږ (ږغ) خورېږي دنیا ته. تاسو دې ته فکر وکړی چې د ملالې په غږ (ږغ) کې څه دي او هغه څه وايي؟ زه خو د نجونو تعلیم غواړم، د ښځو حقونه غواړم او امن غواړم. دا هر څه غوښتل غلطه خبره وي نو بیا به دوی سم وي.
مشال راډیو : په پاکستان کې ځینې خلک او مذهبي کړۍ وايي چې ملاله د لویدیځ له پاره استعمالېږي. تاسو په دې اړه څه وایاست؟

ملاله یوسفزۍ: مغرب ورته نه شو ویلای. خو داسې به ووایم چې له پاکستانه پرته نوره ټوله دنیا زما ملاتړ کوي. هغوی دې ته نه ګوري چې دا پښتنه ده که پنجابۍ، پاکستانۍ ده که ایرانۍ ده، توره ده که سپینه ده او کومه ژبه وايي. یانې داسې هیڅ فکر نه کوي. هغوی دې ته هم نه ګوري چې مسلمانه ده او که نه. هغوی یوازې د انسان کردار ته ګوري او دې ته ګوري چې څه کوي. نو ځکه زما ملاتړ کوي.
مشال راډیو : یانې تاسو د دوی په اصطلاح لویدیځ د خپل مقصد له پاره نه استعمالوي؟

ملاله یوسفزۍ: زه خو په دې نه یم پوه چې د مغرب مقصد څه دی. دوی دې لومړی دا خبره سپینه کړي چې د مغرب مقصد څه دی هغوی څه غواړي او بیا ما څنګه کاروي؟ زه خو په دې نه یم پوه .
مشال راډیو : دوی وايي چې دا د پاکستان خلاف سازش دی؟

ملاله یوسفزۍ : نو دا خو غطله خبره ده. پاکستان خو له وړاندې لا په سازشونو کې ګېر دی. په پاکستان کې خو موږ داسې ورځ و نه لیده چې په کراچۍ کې څوک و نه وژل شي. دماکې (چاودنې) دي. بله خبره دا ده چې دا خو د خلکو حق دی چې هغوی څنګه فکر کوي او دا زما حق دی چې زه څه ډول فکر کوم.

جنګ به په امن ختمېږي. موږ ته په کار ده چې په منځ کې ورورولي او امن راولو.
مشال راډیو : ایا تاسو په دې اړه محتاطه یاست چې په یو سازش کې استعمال نه شئ؟

ملاله یوسفزۍ : زما به کوشش وي چې هم دا یو مقصد مې وي یانې د نجونو تعلیم، د ښځو حقونه او په پاکستان او ټوله دنیا کې امن. زما نور په هیڅ څه کې دلچسپي نه شته. زه چې هر ملک ته ځم نو د تعلیم خبره کوم او وایم چې موږ ته په کار ده چې جنګونه نور ختم کړو. د ډېرو خلکو دا فکر دی چې جنګ به په جنګ ختم کړل شي خو داسې نه ده. جنګ به په امن ختمېږي. موږ ته په کار ده چې په منځ کې ورورولي او امن راولو.
مشال راډیو : چې کله تاسو په ملګرو ملتونو کې وینا وکړه نو د پاکستان د پنجاب وزیر اعلا شهباز شریف وویل چې ملالې د ټولو خلکو د خوشاله کولو له پاره وینا وکړه. ایا ریښتیا هم تاسو د خپلې وینا پر ځای د خلکو د خوشالولو هڅه وکړه؟

ملاله یوسفزۍ : دې ته په دې نظر نه دي کتل په کار چې ملاله د چا د خوشاله کولو له پاره وینا کوي. دې ته په داسې نظر کتل په کار دي چې ملاله څه وايي؟ که څوک خوشاله کېږي او که خفه کېږي؛ د چا له پاره خو دا بد خبر وو چې ملاله د تعلیم خبره کوي. په هغه وینا کې ما دا ویل چې خلک داسې فکر کوي چې ایا له دې بریده وروسته به ملاله بیا هم د نجونو د تعلیم او د ښځو د حقونو خبره کوي او که نه وېرېدلې ده. نو اوله خبره خو مې دا وکړه چې ملاله اوس هم هغه د نجونو د تعلیم او د ښځو د حقونو خبره پر مخ بیايي. او دویمه خبره دا وه چې زه په ملګرو ملتونو کې غږېدم او ټولې نړۍ ته مې خبره کوله. ځکه چې یوازې پاکستان او سوات نه دي بلکې په ډېرو ملکونو کې داسې حالات روان دي. یوه ترهګري نه ده بلکې د غربت له کبله هم ماشومان له تعلیمه بې برخې دي.
مشال راډیو : د طالبانو یو قومندان عدنان رشید تاسو ته په یوه لیک کې لیکلي وو چې طالبانو تاسو پر دې نه واست ویشتلي چې د نجونو د تعلیم خبره مو کوله بلکې پر دې یې ویشتلي واست چې د طالبانو پر ضد مو خبرې کولې. تاسو څه ویاست؟

ملاله یوسفزۍ: د طالبانو پر ضد څه کیمپېن نه وو بلکې ما ویل چې د نجونو پر تعلیم پابندي مه لګوئ او دا پابندي چې چا لګولې وه هغوی طالبان وو . شاه دوران تقریر وکړ چې د جنورۍ له ۱۵مې به یوه نجلۍ هم سکول ته نه ورځي. نو خبره خو د طالبانو پر ضد په دې شوه چې دوی ویل نجونه به سکول ته نه ځي او ما ویل چې ځي به. زه د هغوی د خیالاتو خلاف یم . هغوی د نجونو تعلیم نه غواړي نو زه بې شکه د هغوی خلاف یم. او بله خبره هغوی په لیک کې لیکلې وه چې پاکستان ته راشئ او په مدرسه کې داخله واخلئ. دا د دوی حق وو چې ماته یې داسې لیکلي وای خو دا زما حق دی چې اوس زه خبره وکړم. زما یقین دی چې ډېر ژر به پاکستان ته ځم. او دا زما حق دی چې د ژوند د تېرولو په اړه په خپله پرېکړه وکړم. ما خو قران شریف په ۲۰۰۷م کال کې ختم کړی وو او بیا مې د قران ترجمه شروع کړې وه او هغه وخت زه په ۲۲مه سپاره کې وم چې زه و ویشتل شوم او ما غوښتل چې ټول ولولم خو هغه پر هغه ځای راڅخه پاتې شو. اوس دلته کوشش کوم چې ټول قران په ترجمه ولوم او وګورم چې په قران کې څه لیکل شوي دي.

له ملالې سره پوره مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې واورئ:


یادونه : دا مرکه د ۲۰۱۳م کال د سېپټېمبر پر ۱۲مه نېټه د برتانیا د برمنګم ښار د اروپا تر ټولو لوی کتابتون کې شوې وه. ملاې یوسفزۍ دا کتابتون د سېپټېمبر پر درېیمه نېټه پرانیستی وو.
XS
SM
MD
LG