د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: پر ګوزڼ ضد کمپاین چاودنې، شپږ پولیس ووژل


پېښور: د وژل پولیس سرتېري مړی وړل کېږي.۰۷/۱۰/۲۰۱۳
پېښور: د وژل پولیس سرتېري مړی وړل کېږي.۰۷/۱۰/۲۰۱۳

د پېښور ښار يو تن جګپوړي امنيتي چارواکو له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې په پېښه کې تراوسه شپږ پوليس وژل شوي او تر ١١ زيات ټپيان دي

راپور: ذبيح الله شفق، پېښور

د پېښور د بډه بېرې په سليمانخېلو سيمه کې نن سهار يوې بمي چاودنې ٦ پوليس ووژل او ١١ ټپيان کړل.


د پېښور د امنيتي چارواکو د وينا له مخې، نن سهار ٩ بجې پېښور ته نزدې د بډه بيرې په سليمانخېل سيمه کې د پوليسو پر موټر بمي چاودنه شوې، چې په ترڅ کې يې ٦ پوليس وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي.


د پېښور ښار يو تن جګپوړي امنيتي مسوولين له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې په پېښه کې تراوسه شپږ پوليس وژل شوي او تر ١١ زيات ټپيان دي:

"نن سهار د بډه بېرې د سمانخېلو په سيمه کې په يوه ځايي روغتون کې د پوليسو او د پوليو ضد د واکسين کوونکيو ترمنځ غونډه جوړه شوې وه او د غونډې تر پای ته رسېدو وروسته، چې د پوليو ضد واکسين د کمپاين کوونکيو د امنيت لپاره د پوليسو موټر روغتون ته نزدې شو، نو يوه زوروره چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې يې تر دې دمه ٦ پوليس وژل شوي او ٨ ټپيان شوي دي."

امنيتي چارواکي همداراز وايي، چې د پېښې له ځایه يې تر لومړۍ چاودنې وروسته نور چونکي مواد هم ترلاسه کړي.

د نوموړي په وينا، داسې برېښي چې د بريد کوونکيو اصلي هدف پوليس وو، چې د کوزڼ ضد واکسين د واکسين کوونکيو د امنيتي لپاره ټاکل شوي وو.

بډه بېره د پېښور_ کوهاټ پر لويه لار له نيمه قبايلي سيمې دره ادم خېل سره نښتې سيمه ده او ځايي خلکو يې د وسله والو طالبانو د مخنيوي لپاره امن لښکر هم جوړ کړى دى، چې وخت ناوخته پرې د وسله والو بريدونه کېږي.

د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور او شاوخوا سيمو کې له څه مودې راهيسې د ګوزڼ ضد واکسين پر کمپاېن کوونکيو د نامعلومو وسله والو بريدونه دوام لري او تر دې وړاندې هم د خيبر پښتونخوا په صوابۍ او مردان سيمو کې د ګوزڼ ضد واکسين پر کمپاېن کوونکيو بريدونه شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې له تېرو دوو اوونيو راهيسې په بمي چاودنو او نورو ترهګريزو پېښو کې ډېروالى راغلى دى، چې له امله يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستان وزیر اعظم نواز شريف او د خېبر پښتونخوا مشر وزير په بډه بيره کې پر پوليسو چاودنه غندلې ده.

د پېښور د نننۍ بمي چاودنې مسووليت لا تر دې دمه هېڅ یوې ډلې نه دى منلى.

XS
SM
MD
LG