د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني پوځ عملیاتو څومره لاسته راوړنې لرلې دي؟


پراګ - د پاکستان په قبایلي سیمو او ملاکنډ کې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو له کبله څو کاله مخکې هلته په لومړي ځل د پاکستان پوځ سرتېري ځای پر ځای کړل شول.


دې سیمو ته د پوځ استولو پرېکړه د هغه وخت هیواد مشر جنرال (رېټایرډ) پروېز مشرف په ۲۰۰۳ز کال کې کړې وه.

دا چې دا مهال په یادو سیمو کې د پوځ څومره سرتېري پراته دي؟ په ځواب کې یې د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر افتاب احمد خان شېرپاو وايي چې په ملاکنډ کې یو ډیویژن پوځ او په قبایلي سیمو کې له یو لاک زیات سرتېري موجود دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر له یوه ویاند کرنل عابد علي عسکري مو د ۲۰۰۱ز کال راهیسې په ملاکنډ او قبایلي سیمو کې د لویو او وړو پوځي عملیاتو د شمېر په اړه پوښتنه وکړه نو هغه په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

البته د رپورټونو تر مخې په دې سیمو کې د وسله والو پر ضد پینځه لوی او له ۲۲ زیات واړه عملیات تر سره شوي دي.

څومره د پاکستان پیسه لګېدلې، څومره چې ولس قرباني ورکړې ده، نو د هغې پرتله د دې عملیاتو ګټې ډېرې کمې دي.
حامد میر
ایا دې عملیاتو په په بشپړه توګه د امن راوستو په لړ کې مثبت رول لوبولی دی او که نه؟

په اسلام اباد کې خبریال حامد میر وايي: ((ځمکني حقایق دا دي چې په باجوړ کې د پوځ د موجودګۍ له کبله څه نا څه حکومتي واکمني موجوده ده. خو که موږ شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، مومندو، اورکزو او د خیبر ډېرو علاقو ته وګورو نو هلته حکومتي عملداري هیڅ نه شته. موږ خو له تېرو ۱۰ کالونو راهیسې پوځي عملیات وینو خو که په تېرو ۱۰ کالونو کې په دې عملیاتو کې د پوځي سرتېرو قربانیو ته وګورئ نو په دې کې چې څومره د پاکستان پیسه لګېدلې، څومره چې ولس قرباني ورکړې ده، نو د هغې پرتله د دې عملیاتو ګټې ډېرې کمې دي.))

تېره اوونۍ وزیر اعظم نواز شریف ویلي ول چې په هیواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې به یوه جامع تګلاره ډېره ژر عملي شي.

د نواز شریف دا بیان پر داسې وخت مخې ته راغلی دی چې د سیاسي ګوندونو مشران له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو او له قبایلي سیمو د پوځ ایستلو غوښتنې کوي.

نواز شریف ولې مجبوره شو چې په بیړه دا ډول بیان ورکړي؟

د امنیتي چارو له پاره د وزیر اعظم سلا کار سرتاج عزیز وايي چې د نواز شریف دا بیان په بیړه نه دی خپور شوی بلکې له ((هغه وخته چې نواز شریف واکمن شو، لومړی اخباري بیان یې همدا وو چې په راتلونکو وختونو کې به د ترهګرۍ پر وړاندې یوه بشپړه تګلاره جوړوي. بله دا چې له قبایلي سیمو د پوځ ایستلو پر موضوع زه څه نه ویل غواړم.))

د تحریک انصاف مشر عمران خان په بیا بیا له وفاقي حکومته غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې له قبایلي سیمو پوځ و ایستل شي.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک د کورنیو او امنیتي چارو له سلا کار یاسین خلیله مې پوښتنه وکړه چې که د پوځ په ستنولو امن راځي نو دوی ولې له ملاکنډه پوځ نه باسي؟

دی وايي، په اوسنیو حالاتو کې به دا ښه خبره نه وي چې له ملاکنډ او سواته پوځ و ایستل شي.

ده وویل، چې په تېرو وختونو کې هم یو بیان اعلا وزیر پروېز خټک پورې تړل شوی وو چې هغه وايي، له سواته به پوځ وباسي. خلیل زیاته کړه چې دوی د دې بیان لا پخوا تردید کړی وو.

په ملاکنډ او قبايلي سيمو کی د وسله والو پر ضد د پوځي عملیاتو له امله په لاکونو کورنۍ بې کوره شوې او په زرګونو ولسي وګړي وژل شوي دي، خو تر دې مهاله په يادو شویو سيمو کی د امنيت وضع لا نه ده ښه شوې.
XS
SM
MD
LG