د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې د امن کمېټۍ دوه غړي وژل شوي دي


سوات - د خیبر پښتونخوا په سوات کې د امن کمېټۍ دوه غړي وژل شوي دي.


چارواکي وايي، پېښه د شنبې پر ورځ د سوات په چارباغ کې شوې ده.

د چارباغ تاڼېدار طاهر عثمان د یکشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل چې نامالومه وسله والو د امن کمېټۍ یو اوسنی او یو پخوانی غړی وژلي دي.

دا کسان قلندر او شاه روم خان نومېږي.

طاهر عثمان وايي چې د ډزو غږ یې واورېد نو دی په خپل موټر کې ناست وو او په بیړه یې ځان هغې سیمې ته ورساوه.

دی وايي، تر ډزو وروسته ((له یوې خوا پوځ راغی او بلې خوا ته زه ورغلم))

دی زیاتوي، سیمه یې وپلټله خو څوک یې پیدا نه کړل او یوازې دوه مړي ورته په لاس ورغلل.

د تحصیل کبل د امن کمېټۍ مشر ادریس خان وايي، دا کسان یوازې او یوازې د دې له پاره وژل کېږي چې د سولې له پاره کار کوي.

ده وویل، پرته د امن له پاره له کاره، د دې کسانو نور هیڅ قصور نه شته.

تر اوسه چا د دواړو کسانو د وژنې پړه نه ده منلې.

په سوات کې په مختلفو سیمو کې امن کمېټۍ فعالې دي او غړي یې وخت په وخت تر حملو لاندې راځي.

په دې سیمه کې د امن کمېټیو یو شمېر غړي وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG