د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرتیا: د ملالې په اړه د مشال راډیو ځانګړې خپرونه


پراګ - مشال راډیو د تعلیم پر مبارزې ملالې یوسفزۍ د حملې یوه کال پوره کېدو په مناسبت له نوموړې سره ځانګړې مرکه کړې ده.


د ۲۰۱۲ز کال د اکتوبر پر نهمه پر ملالې یوسفزۍ د پاکستان تحریک طالبان وسله والو هغه وخت حمله وکړه چې نوموړې له ښوونځي کور ته روانه وه.

نوموړې هغه وخت پر سر په مرمۍ لګېدلې وه.

ملاله د درملنې له پاره برتانیا ته یوړل شوه او هلته تر جراحۍ وروسته هغه روغه رمټه شوه.

دا لومړی ځل دی چې ملالې د پښتو ژبې کومې رسنۍ سره خبرې کړې دي.

کله چې ملاله روغه شوه نو تر هغې وروسته یې په مسلسله توګه د تعلیم او په ځانګړي ډول د نجونو د تعلیم مبارزې ته دوام ورکړ او یو شمېر انعامونه او جایزې یې وګټلې.

ملالې د ملګرو ملتونو د ځوانانو جرګې ته وینا هم کړې ده او ویلي یې دي چې دا به د تعلیم له پاره مبارزې ته دوام ورکوي.

پر ملالې د حملې یوه کال پوره کېدو په مناسبت موږ د تعلیم له پاره د ملګرو ملتونو استازی او د برتانیا له پخواني وزیر اعظم ګورډن براون سره هم مرکه کړې ده.

له دې سره سره، د ملالې له پلار ضیا الدین یوسفزي سره او پر ملالې د کتاب لیکونکې خبریالې کرسټینا لیمب سره هم مرکې شوې دي.

دا ټولې مرکې د مشال راډیو خبریال عبدالحی کاکړ کړې دي.

په دې لړ کې مشال راډیو یوه ګېنټه ځانګړې خپرونه جوړه کړې ده چې د اکتوبر پر نهمه د کابل پر وخت مازیګر درې نیمې، د پېښور پر وخت مازیګر څلور، د مرکزي اروپا پر وخت د ماسپښین یوه، د برتانیا پر وخت د غرمې ۱۲ او د واشنګټن ډي سي پر وخت د سهار په اووه بجې خپرېږي.

له دې علاوه، د مشال راډیو پر ووبپاڼه او د مشال راډیو د ټوېټر او فېسبوک اکاونټونو او یوټیوب چینل له لارې به هم د اکتوبر پر نهمه د ملالې یوسفزۍ له پاره جوړې له ځانګړې پاڼې دا هر څه له تاسې سره شریک کړو.


د ګورډن براون، کرسټینا لېمب او ضیا الدین یوسفزي د مرکو لنډې برخې د غږ (ږغ) په ځای کې په اعلان کې اورېدای شئ.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG