د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د بیان پر ازادۍ بندیزونه


سرچینه: ایکسپریس ټرېبیون
ژباړه: هارون باچا


له پاکستانه خپرېدونکې د انګرېزي ژبې ورځپاڼې (دي ايکسپريس ټرېبيون) په يوه مقاله کې راغلي، څه د پاسه يو کال وشو چې د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې پر ټولنيزه انټرنيټي ويب پاڼه (يو ټيوب) بنديز لګولی دی.


په مقاله کې راغلي، د پاکستان مرکزي حکومت او د مخابراتي ټيکنالوجۍ اداره يې د دغه بنديز لرې کولو په لړ کې هيڅ د بيړې احساس نه کوي.

د ليکنې له مخې، د پاکستان حکومت پر يو ټيوب د دوامداره بنديز په ځواب کې وايي چې له يادې انټرنيټي شبکې لا هم هغه مواد نه دي لرې کړل شوي چې په ترڅ کې يې د اسلام پيغمبر ته سپکاوی شوی دی. د پاکستان حکومت وېرېږي چې که پر يوټيوب لګول شوی بنديز لرې کړي، د دې هیواد وګړي ممکن دی د اسلام پيغمبر ته د شوي سپکاوي په غبرګون کې قهرجنې مظاهرې وکړي او په نتيجه کې يې حکومت د لا ډېرو امنيتي مسالو سره مخامخ شي.

په ليکنه کې د پاکستان د مخابراتي ټيکنالوجۍ د وزير خبره راخيستل شوې چې په دې ورستيو کې يې ويلي، پر يو ټيوب د بنديز معامله به د دې هیواد اسلامي نظرياتي شوری ته وړي.

ليکنه زياتوي، د سند حکومت، د دې له پاره چې د ترهګرو پر مخ يو له بل سره د رابطو کولو لارې وتړي، ښايي يو ګام مخکې لاړ شي او پر وايبر او سکايپ، چې دا هم ټولنيزې انټرنيټي شبکې دی، ورته بنديزونه ولګوي.

په کراچۍ کې یو کس هڅه کوي په خپل فون له سکایپ څخه کار واخلي
په کراچۍ کې یو کس هڅه کوي په خپل فون له سکایپ څخه کار واخلي
ليکنه کاږي، د امنيتي خطرونو په بهانه که پر انټرنيټي شبکو د بنديزونو دا لړۍ همدغسې دوام وکړي نو هغه وخت لرې نه دی چې په پاکستان کې دغه رقم ټولې شبکې يوه په بله پسې وتړل شي.

په ليکنه کې د خيبر پښتونخوا د اعلی وزير څرګندونې هم راخيستل شوي چې د پېښور په قيصه خوانۍ بازار شويو د تېرې مياشتې له بمي چاودنو وروسته يې وويل، رسنۍ دي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ اور ته لمن وهي.

د ليکنې له مخې، دې ته ورته دريځ د پاکستان سپريم کورټ هم د بلوچستان په زيارت کې د قايد اعظم محمد علي جناح پر استوګنځي د بمي چاودنې د سو موټو اقدام اخيستلو پر وخت خپل کړی وو.

ليکنه کاږي، مالومېږي داسې چې خپله ترهګري نه، بلکې په رسنيو کې د هغې په اړه خبره کول اصل ستونزه ده.

ليکنه زیاتوي، د پاکستان حکومت بايد په دې خبره پوه شي چې د بيان د ازادۍ له وجې زېږېدلې مسالې، وګړو ته د دغې ازادۍ له پاره د انسانتياو لا ډېرولو له لارې حل کېدای شي، نه پر هغو د بنديز لګولو.
XS
SM
MD
LG