د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې پر امنیتي سرتېرو حمله، درې وژل شوي دي


د بنو په نیمه قبایلي سیمې کې د امنیتي سرتېرو له پوستې سره نېږدې بمي حمله شوې ده.

دا حمله د اکتوبر پینځمې او شپږمې نېټې تر منځ د شپې شوې ده چې په کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

چارواکي وايي، په پېښه کې اته سرتېري ژوبل هم دي.

دا ریموټ کنټرول بمي حمله له میرزیل پوستې سره شوې ده. میرزیل پوسته له بنو د شمالي وزیرستان میرامشا ته پر تلونکي سړک پرته ده. له دې پوستې سره امنیتي سرتېرو پهره او ګزمه کوله چې د سړک تر غاړې ښخ بم ښکار شول.

په برید کې د امنیتي سرتېرو ګاډی په بشپړه توګه وران شوی دی.

د انصارالمجاهدین په نوم د یوې وسله والې ډلې ویاند ابو بصیر له نا مالوم ځایه مشال راډیو ته ټیلي فون وکړ او د دې حملې پړه یې و منله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG