د لاسرسي ځای

د بنو په نیمه قبایلي سیمې کې د امنیتي سرتېرو له پوستې سره نېږدې بمي حمله شوې ده.


دا حمله د اکتوبر پینځمې او شپږمې نېټې تر منځ د شپې شوې ده چې په کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

چارواکي وايي، په پېښه کې اته سرتېري ژوبل هم دي.

دا ریموټ کنټرول بمي حمله له میرزیل پوستې سره شوې ده. میرزیل پوسته له بنو د شمالي وزیرستان میرامشا ته پر تلونکي سړک پرته ده. له دې پوستې سره امنیتي سرتېرو پهره او ګزمه کوله چې د سړک تر غاړې ښخ بم ښکار شول.

په برید کې د امنیتي سرتېرو ګاډی په بشپړه توګه وران شوی دی.

د انصارالمجاهدین په نوم د یوې وسله والې ډلې ویاند ابو بصیر له نا مالوم ځایه مشال راډیو ته ټیلي فون وکړ او د دې حملې پړه یې و منله.

دا حمله پر داسې وخت شوې ده چې د اکتوبر پر شپږمه پر بنو میرامشا سړک، د بنو په نیمه قبایلي سیمې او ټول شمالي وزیرستان کې تر نامالوم وخته ګرځبندیز لګول شوی دی.

د پاکستان پوځ زیاتره وخت د یکشنبې پر ورځ په شمالي وزیرستان کې ګرځبندیز لګوي او بیا ټوله ورځ پر سړکونو پوځي قافلې تګ راتګ کوي.

شمالي وزیرستان د حقاني وسله والې ډلې او د پاکستان حکومت پلوه او حکومت مخالفه دواړو وسله والو ډلو یوه مهم ځای په توګه یادېږي او د امریکايي بې پیلوټه الوتکو زیاتره حملې هم هلته کېږي.
XS
SM
MD
LG