د لاسرسي ځای

د ملالې ویشتل لکه قیامت راباندې تېر شو. یوسفزی


له کیڼې خوا: ضیا الدین یوسفزی، د هغه لور ملاله یوسفزۍ او د مشال راډیو خبریال عبدالحی کاکړ

له کیڼې خوا: ضیا الدین یوسفزی، د هغه لور ملاله یوسفزۍ او د مشال راډیو خبریال عبدالحی کاکړ

د پاکستاني طالبانو له خوا ويشتل شوې د تعليم د حق مبارزې ملالې يوسفزۍ پلار ضیا الدین يوسفزی وايي، د ملالې د ويشتلو خبر لکه د قیامت غوندې وو

لندن - د پاکستاني طالبانو له خوا ويشتل شوې د تعليم د حق مبارزې ملالې يوسفزۍ پلار ضیا الدین يوسفزی وايي، د ملالې د ويشتلو خبر د ده له پاره تر قيامت هم زيات وو ځکه قيامت په ټولو راځي خو د ملالې د ويشتلو پېښه یوازې پر ده قيامت وو.


د ملالې يوسفزۍ د ويشتل کېدود يوه کال پوره کېدو په موقع د دې پلار ضیا الدین يوسفزی، د يو پلار په حيث، له کومو کړاوونو او دردونو څخه تېر شوی، دا يې په لومړي ځل له مشال راډيو سره شریک کړي دي.

د مرکې تفصيل لاندې لوستلای شئ.
مشال راډیو: کله چې ملاله یوسفزی و ويشتل شوه نو تا سو څنګه خبر شوی؟

ضیا الدین یوسفزی: کله چې په نهم اکتوبر دوه زره دوولسم کال د غرمې پر پنځلس منټه باندې ۱۲ بجې دا وويشتل شوه نو دا وخت زه په سوات پریس کلب کې د یوې نجي تعليمې ادارې تر انتظام لاندې د صوبايې حکومت پر خلاف په جوړه شوې مظاهره کې وم. ما ته ټيليفون راغلی او ما خپل ټيليفون ملګري ته ورکړ او هغه راته وويل چې ستاسو د سکول پر ګاډي حمله شوې ده. دا خبر چې مې واوريد نو زړه مې وغورځېدلی چې دا به په چا شوې وي نو سمدستي مې ذهن ته خپله لور ملاله راغله او ډېر زيات خفه شوم.

دا وخت سټيج سيکريټری د تقرير کولو لپاره زما نوم واخیست نو بس ما ځان قابو کړ ځکه شا و خوا ۵۰۰ خلک راغونډ شوي ول او ما نه غوښتل چې دوی ټول بې حوصلې کړم. ما پینځه منټه وينا وکړه او دا وخت زما پر مخ خوله وه، حالانکې پر ما خوله ډېره کمه راځي. له دې وروسته ګاډي ته وختو او په لاره کې فون راغی چې په بريد کې ملاله ويشتل شوې او ډېره زخمې ده نو ته ځان ژر تر ژره هسپتال ته را ورسوه.

حالت مې دا شو چې ملاله په برمنګم کې تبي نيولې او زه دلته په اسلام آباد کې تبي ونيولم
مشال راډيو: نو د يو پلار په حيث مو څه حالت وو؟

ضیا الدین یوسفزی: قيامت وو بلکې تر قیامت هم سخته ورځ وه ځکه چې قيامت خو پر ټولو خلکو يو ځای راځي خو دا خو یوازې په ما قيامت وو. ګوره، ملاله خو زما یوازې لور نه ده، بلکې زما ملګرې ده، د مېشن ملګرې او د فکر ملګرې ده. داسې وه لکه څوک چې زما له پښو مځکه را باسي، لکه چې له ما سره چې هر څه وي او بيا يې را څخه په يوه لمحه کې بيرته واخلي.

مشال راډیو: آيا تاسو ته پښمېاني و نه درېده چې کاش ملاله مې له ځان سره ملګرې کړې مه وای؟

ضیا الدین یوسفزی: دا احساس ماته په دومه ورځ وشو چې کله ملاله ډېره په تکليف کې وه. ما په ذاتي توګه کله هم دا نه ده محسوسه کړې چې ګواکې ما غلطي کړې ده او زما د وجې نه زما پر لور بريد شوی دی. کله چې دا ډېره په تکليف وه نو ما خپل اوخښي ته وويل چې تاسو په کلی کې تياري وکړئ ځکه ماته داسې نه ښکاري چې موږ او ملاله به نور يو ځای پاتې شو او دا له موږه ډېر ژر بېلېدونکې ده. نو ما خپلي مېرمني ته وويل چې تور پېکۍ داسې خو به نه وي چې د دې د مرګ الزام به په ما لګوي، زما لور خو ما نه د وژلې بلکې پر هغې طالب حمله کړې ده نو زه ، يا ته يا بل ولې د دې ذمه واري قبوله کړو. چا چې حمله کړې ده هغه پړه په غاړه اخیستې ده. ماته به خلکو ویل چې له طالبانو سره مبارزه ستاسو ذمه واري نه ده خو که داسې خلک موږ له خپلو ذمه واريو څخه مبراء کوو نو بيا خو به څوک پاتې نه شي او موږ به میدان ورانکارو، شر خوښو ، ترهګرو ته وزګار پرېږدو چې څه غواړي هغه به کوي. زياتره خلک له نورو څخه د هغه شان ردعمل غوښتنه کوي چې پخپله يې ښيې. ډارن (یا وېرېدونکی) سړی له چا څخه د حوصلې تمه نه شي کولای. ډارن خلک له خلکو د وېري هيله کوي او حوصله لرونکې به له خلکو د حوصلې تمه کوي.

قيامت خو په ټولو خلکو يو ځای راځي خو دا خو یوازې په ما قيامت وو. ګوره، ملاله خو زما یوازې لور نه ده، بلکې زما ملګرې ده.
مشال راډیو: کله چې د رغېدو وروسته په لومړي ځل ستاسو له ملالې سره ټيليفوني خبرې وشوې نو احساسات مو څه ول؟

ضیا الدین یوسفزی: کله چې موږ ورسره په لومړي ځل خبرې کولې، دې له موږ سره نه شوای کولی، ما ته یې ډاکټر وويل چې تاسو به حوصله ساتی او ژاړئ به نه. نو ما پر ځان ډېر تکليف تېر کړ او د خبرو پر وخت مې ځان قابو کړی وو. ما ورته ويل چې بچيه ته ډېره زړوره یې، موږ به ډېر ژر درشو او و به دې وينو خو دننه زما زړه بالکل چاودېده، زه یې له تاسو سره نه شم شريکولای چې د علاج په دوران کې زه تر کومو کېفتونو تېر شوم. يو ځل ما ته ډاکټر وويل چې ملاله تبې نيولې ده او زما په خيال هغه زخم لري، زه هسې طبیعتاً له زخم څخه ډېر وېرېږم نو حالت مې دا شو چې ملاله په برمنګم کې تبي نيولې او زه دلته په اسلام آباد کې تبي ونيولم. پر ما د شپې يو داسې کېفيت راغی او بدن مې خولې خولې شو نو فکر مې وکړ چې زه نور مرم نو بيا مې سوچ وکړ داسې نه وي چې ملاله روغه وي او زه مړ شم نو ژر لاړم غسل خانې ته ، مخ لاس مې و مينځل او ځان مې قابو کړ. یو بل ځل ډاکټر راته وويل چې د ملالې په اړه له برمنګم ښه خبرونه راځي خو ورسره يې دا خبره وکړه چې لږ يې د سترګو مسله شته، نو زه و وېرېدم چې له ډاکټر سره ماالومات دي نو کېدای شي دا به نه ويني. ما فکر وکړ چې آه! ملاله به اوس نه ويني، لاسونه به خوځوي او ابا ابا به راته وايي، سوچ مې وکړ چې زه به خپله يوه سترګه ملالې ته ورکړم بیا مې ويل چې نه زما خو نظر کم دی نو په کمزورې سترګه به ملاله څه کوي، نو بس داسی عجيبه غوندي سوچونه به تلل، راتلل.

مشال راډیو: خو کله چې تاسو برمنګم ته راغلاست او له دې سره مو مخامخ وليدل نو که هغه جذبات راسره شريک کړی ؟

ضیا الدین یوسفزی: کله چې زه په لومړي ځل کوټې ته ورننوتم نو ډېر زيات خفه شوم ځکه کله چې دې و خندل نو خوله يې يوې غاړې ته لاړه او کږه شوه. اف! هغه لمحه نشم بیانولای. ما او د ملالې مور يو بل ته وکتل نو ما او مور يې ټوله شپه د ماشومانو په شان وژړل چې ای خدایه! اوس به ملاله نه شي خندېدای. د دې مسکا له دې واخیستل شوه.

زياتره خلک له نورو څخه د هغه شان ردعمل غوښتنه کوي چې پخپله يې ښيې. ډارن (یا وېرېدونکی) سړی له چا څخه د حوصلې تمه نه شي کولای.
مشال راډیو: نو که تاسو پر ملالې شوې حمله او له هغه وروسته رامنځ ته شوي غبرګون ته وګورئ نو کومې نتيجې ته رسئ؟

ضیا الدین یوسفزی: زموږ تر دې پېښي له مخه هم دا هدف وو چې زموږ په وطن کې دې امن وي، خوشالي وي او نوره دې ترهګري ختمه شي. د دې پېښي نه وروسته اوس خو ما، ملالې او مور يې له خدای سره ليکل کړي دي چې زموږ پاتې ژوند د خلکو، قام او تعليم له پاره دی. پښتانه چې نن له کومې بدې ورځې سره مخامخ دي په کار ده دوی نور ونه ځپل شي. تاسو به حيران شئ چې څنګه چې خلک د پير درناوی کوي هم داسې خلک اوس د ملالې کوي.
مشال راډيو: تاسو ته داسې څه واقعې يادي دي؟

ضیا الدین یوسفزی: کله چې ملاله په لومړي ځل له هسپتاله راووته نو موږ بازار ته لاړو هلته يوه پروين نومې ښځه له خپل خاوند سره وه هغې ملاله وپېژندله. هغې ملاله په غيږ کې ونيوله او بې انتها ژاړي او ملاله حيرانه وه چې ای خدايه! خلک په ما پسې ژاړي هم!! داسې يې ژړل لکه مور چې له لور څخه په مودو بېله شوې وي او بيا سره و ويني او ژاړي. بيا په اردو ژبه کې ورته وويل، ملالې لورې تاسو ته مالومه ده چې موږ اوس خلکو ته وايو چې موږ د ملالې د پاکستان پاکستانيان يو.


مشال راډيو: دې ته ورته مو که بله واقعه په ياد وي؟

ضیا الدین یوسفزی: ډېري کیسې دي. موږ چې کله په ابوظبۍ کې وو نو د هوټل مالک د شهزادګانو له خپلوانو څخه وو. هغه شهزاده چې راغی او ملاله چې يې څنګه ولیدله نو لاسونه يې رپېدل، بدن يې رپېده او سترګو څخه يې اوښکې تللې او جذبات ورباندې دومره حاوي ول چې له خولې يې خبره نه راوته. بيا چې يې زه ولېدم نو په ګاډي کې کښېناست، ما ته يې لاس راکړ او ویې ويل چې له ما خبرې نه کېږي خو ته پوه یې چې زه څه ويل غواړم.

مشال راډیو: ملالې ملګرو ملتونو ته وينا وکړه کله مو د يوه پلار په حيث دا فکر کړی وو چې ورځ به مو لور د ملګرو ملتونو په تالار کې ولاړه نړۍ ته وينا کوي؟

ضیا الدین یوسفزی: د ملالې له پاره ما تر دې هم لوی تصورات کړي دي خو دومره ژر مې نه وو کړي چې ګواکې دا به ملګرو ملتونو ته ځي او نه مې هم دا خواهش وو چې دا دې ژر دومره لوی ځای ته لاړه شي. خو په هغه ورځ زما د خوشالۍ اوښکې وې چې يا خدايه! هغه قام چې بدنامه کړل شوی چې که پښتون دی، مسلمان دی، پاکستانی دی او يا افغان دی نو وايي دا ترهګر دي. د هغه قام يوه ۱۶ کالنه ماشومه په ملګرو ملتونو کې راپاڅي، د امېد او امن بيرغ په لاس کې اخلي چې نه، موږ ترهګر نه يو، شر خوښي نه يو، موږ جنګ نه خوښوو. موږ تعليم، تهذيب او امن غواړو راځئ په موږ پسې شئ چې تاسو ته د امن لاره وښيو. نو زما له پاره د ملي وياړ تر دې لويه لمحه څه کېدای شوه. له دې سره جوړ کړل شوی ټول درواغجن فکر بدل شو.

وايي:

نه هزار زلمې ورغلي تر کماله
نه يوه نره ملاله، مېوندواله

له ضیا الدین یوسفزي سره مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ:

XS
SM
MD
LG