د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: ډایاګ ته یو نیم زر میله وسله سپارل شوې ده


په خوست کې د ملي اردو او پولیسو د پوځي عملیاتو، تلاشیو او وسلوالو سره د نښو پرمهال له غیر مسوولو اشخاصو څخه نیول شوې وې، د ولایت په مقام کې د ډایاګ مسوولینو ته وسپارل شوې.

د شنبې په ورځ یو شمېر هغه سپکې او درنې وسلې چې په خوست کې د ملي اردو او پولیسو د پوځي عملیاتو، تلاشیو او وسلوالو سره د نښو پر مهال له غیر مسوولو اشخاصو څخه نیول شوې وې، د ولایت په مقام کې د ډایاګ(بې وسلې کولو پروګرام) مسوولینو ته وسپارل شوې.


د خوست ولایت د پوځي چارواکیو په وینا دوی د ولسمشر د فرمان په رڼا کې ځکه ټولې شوې وسلې ډایاګ پروګرام ته سپاري، چې په ټولیزه توګه د وسلو له شتون څخه د ممکنه ګواښونو مخه ونیول شي، همدارنګه هغه سپکې او درنې وسلې چې د کارونې قابلیت لري، له سره ترمیم او افغان ځواکونو ته ورکړل شي او پاتې وسلې چې د کارونې وړ نه دي او یا د زوړوالي له لاسه په استعمال کې یې خطر موجود وي په منظم ډول يې تخریب کړي.

د ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې تر اوسه په خوست کې د افغان ځواکونو په عملیاتو، کمینونو، تلاشیو او وسلوالو سره په مخامخ نښتو کې نیول شوې، یو نیم زر میله سپکه او درنه وسله ډایاګ ته سپارل شوې او د هغې په دوام نن هم یوه اندازه دا ډول وسلې د خوست ولایت د ملي او پوځي چارواکیو په حضور نوموړو مسوولینو ته وسپارل شوه:

((په دې وروستیو کې په مرکز او ولسوالیو کې امنیتي او کشفي ارګانونو په خپلو چاڼیزو عملیاتو، وسلوالو نښتو او نیول شویو کمینونو کې تر یو نیمو زرو پورې سپکه او درنه وسله راټوله کړې او د ډایاګ پروګرام ته يې سپارلې ده.خوشبختانه د هغې په دوام نن هم درې دیرش سپکه او درنه مختلف النوع وسله ډایاګ یا د بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارل شوه.))

که څه هم په خوست کې افغان ځواکونه کله نا کله یو شمېر سپکې او درنې وسلې راټولوي، خو تر اوسه هم په یاد ولایت کې له شخصي خلکو سره په زرګونه میله او سپکې درنې وسلې موجودې دي، چې ډېر کله ورڅخه په قومي نښتو، شخصي دښمنیو او حتی د ناامنیو په جوړیدو کې کار اخیستل کیږي.
XS
SM
MD
LG