د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناروې له افغانستان سره خپلې مرستې کموي


لارسین وویل، افغان چارواکو ونشو کړای د دغې ستونزې په اړه راپور چې په جولای میاشت کې یې ژمنه کړې وه؛ برابر کړي.


د ناروې د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د اداري فساد او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام له امله به په راتلونکي کال دې هېواد ته خپلې مرستې کمې کړي.

د ناروې د بهرنیو چارو لپاره د دولت وزیر "تورګییر لارسین" د جمعې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې؛ موږ په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د پراخ تاوتریخوالي له امله ژوره اندېښنه لرو.

لارسین وویل، افغان چارواکو ونشو کړای د دغې ستونزې په اړه راپور چې په جولای میاشت کې یې ژمنه کړې وه؛ برابر کړي.

د ناروې د بهرنیو چارو په وزارت کې د دولت وزیر زیاته کړه؛ اداري فساد په افغانستان کې یوه ستره ستونزه ده او د کابل بانک قضیه یې یو مثال دی.

د لارسین په وینا، د کابل بانک په دوسیې کې د ښکیلو کسانو د تعقیب او محاکمې لپاره هیڅ نه دي شوي او اختلاس شوې پیسې بېرته نه دي تر لاسه شوي. له دې نه معلومیږي چې، افغان چارواکي اداري فساد ته جدي پام نه کوي.

خو د افغانستان د جمهور رییس حامد کرزي ویاند ښاغلي ایمل فیضي مشال راډیو سره خبرو کې وویل؛ په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوه اوږد مهاله فرهنګی او ټولنیزه ستونزه ده او د له منځه وړلو لپاره یې باید د علم او معارف د بستر له لارې زیات کار وشي او وخت ته اړتیا لري.

د جمهور رییس حامد کرزي ویاند فیضي د اداري فساد په اړه هم د ناروې د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې له حقیقته لري وبللې او وایي، د کابل بانک په دوسیه کې ښکیلو کسانو ته سزرا ورکول شوی او زیاته اندازه پیسي حصول شوي دي.

رویترز آژانس لیکي، د افغانستان یوې محکمې په مارچ میاشت کې د کابل بانک د پخوانی رئیس په ګډون یو شمير کسان د ۹۳۵ میلونو ډالرو له غلا کولو یا اختلاس وروسته بندیان کړل. کابل بانک هغه مهال په افغانستان کې یو ستر خصوصي بانک و او د پیسو د غلا کیدو له وجې یې یو ستر مالي بحران رامنځ ته کړ.

ناروې هیواد ژمنه کړې چې، تر ۲۰۱۷م کاله پورې به هرکال افغانستان ته ۱۲۶میلونه ډالره مرسته ورکوي، خو اوسلو وایي چې، دا رقم به په راتلونکې کال کې ۱۱۷ میلونو ډالرو ته راټيټ کړي او دا ځکه چې کابل ونشو کړای خپلې ژمنې عملې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG