د لاسرسي ځای

تازه خبر

اعظم هوتي د عوامي نېشنل ګوند له پارټۍ ویستل شو


د عوامي نېشنل ګوند يو مشر اعظم هوتي له پارټۍ څخه ويستل شوی دی.

په پېښور کې د مشال راډیو خبريال د پارټۍ د چارواکو له خلې وايي چې سنېټر اعظم هوتي روسته تر هغه له پارټۍ ويستل شوی چې نوموړي څو ورځې وړاندی د ګوند د مشر اسفنديار ولي خان پر ضد خبري غونډه کې ويلي و چې اسفنديار د مشرولۍ جوګه نه دی او د سياست کولو اهليت نه لري.

تر دې وروسته نوموړي ته شوکاز نوټس هم ورکړل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG