د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د کرکټ بريا جشنونه


ننګرهار کې جشنونه
ننګرهار کې جشنونه

په زرګونه تنه د کرکټ مينه وال چې د کرکټ د برياپه دې جشن کې يې ګډون کړی، خوشحاله ول چې د افغانستان د کرکټ ټيم د ۲۰۱۵کال نړيوالو سياليو ته و ووت.

د جمعې په ورځ چې په شارجه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له کينا څخه د کرکټ پنځوس اوريزه لوبه وګټله، نو په جلال اباد ښار کې په زرګونه تنه افغانان شيرزي لوبغالي ته راووتل او د کرکټ دا بريا يې په ډول او اتڼونونو ولمانځله.


د افغانستان په ختيځ کې د کرکټ بورډ مشر قرار عزيزي وايي چې د تيرو لسو کلونو راهيسې يې دا تمه لرله چې يو ورځ به د افغانستان د کرکټ ټيم نړيوالو سياليو ته لاره پيدا کوي چې نن يې دا ارمان پوره شو.

دی وايي:

((زه خپلو ټولو هيوادوالو ته د دغې سترې بريا مبارکي وايم. دا د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې يوه غټه بريا وه. دا ډيره د خوشحالۍ ورځ وه، تقريباٌ دغه لس کاله کيږي چې موږ د دغې ورځې په ارمان وو چې زموږ د کرکټ ټيم د ۲۰۱۵ م کال نړيوال جام ته لاره پيدا کړي.))

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی غړی او د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ مشر هستي ګل عابد مشال راډيو ته وويل چې د ځوانانو اتڼونونو او نڅاوو يې د کرکټ د بريا خوشحالي څو برابره زياته کړې ده. نوموړي وايي.

(( که زه څومره يادونه وکړمه چې زموږ افغانان يو بهترين افغانستان غواړي، يو داسې افغانستان غواړي چې هغه له ټولې دنيا سره برابر وی، چې هلته امن وي او خوشحالي وی. نن په زرهاوو خلک جلال اباد کې راوتلي او د افغانستان د کرکټ حمايه کوي. زموږ د ټولو دا ارمان و چې د نړۍ هغه لس هيوادونه چې په کرکټ کې فول درجه ( ښه وړتيا) لري، له هغوی سره لوبې تر سره کړي. زه دومره خوشحاله يم چې تاسو ته خپل احساس بيانولی نه شم، د دې خلکو خوشحالي چې ده، زما خوشحالي يې هم درې چنده کړې ده.))

په زرګونه تنه د کرکټ مينه وال چې د کرکټ د برياپه دې جشن کې يې ګډون کړی، خوشحاله ول چې د افغانستان د کرکټ ټيم د دوه زره پينځلسم کال نړيوالو سياليو ته ووتو. دوه تنو يې مشال راډيو سره خپل احساسات څه دا رنګه شريک کړل.

(( نوم مې ادروګل ستانکزی دی، د ټولو افغانانو په زړونو کې دا ارمان و. واقعاٌ چې زه ډير زيات خوشحاله يم، او دلته په ننګرهار کې تاسو ګوریء چې په زرهاوو تنه تماشه چيان راغلي، او خپلې خوشحاليانې څرګندوي، دا د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې ډير غټ پرمختګ دی.))

(( نوم مې صداقت حسن دی. دا ډير د خوشحالۍ ځای دی چې زموږ د افغانستان لوبډلې وکولای شول چې کينا ته ماتې ورکړي. او موږ اميد لرو چې د ۲۰۱۵ م کال ورلډ کپ افغانستان وګټي. موږ د ننګرهار خلک له مختلفو ځايونوڅخه شيرزي لوبغالي ته راغلي يو او د کرکټ بريا په جشنونو نمانځو.

د يادولو ده چې د اکتوبر په څلورمه نيټه په شارجه کې د افغانستان او کينا هيوادونو تر منځ د کرکټ پنځوس اووريزه سيالۍ تر سره شوه چې کينا د خپلو ټولو لوبغاړو په سوزيدو سره افغانستان ته په ۴۳ اورونو کې د ۹۴ منډو هدف وټاکه چې افغانستان لوبډله د دريو تنو لوبغاړو په سوزيدو سره په دې وتوانيده چې په ۲۳ اورونو کې ټاکلي هدف ته ځان ورسوي او د ۲۰۱۵ م کال د کرکټ نړيوالو سياليو ته لاره پيدا کړي.









XS
SM
MD
LG