د لاسرسي ځای

په ټولیز ډول د پولي په دواړو خواوو کې پښتون میشتې سیمې د ناامنیو شاهدې دي او د سیمو ځوانانو همت نه دی بایللی او د علم او کلتور په ګډون يې د ژوندانه په ټولو خواوو کې خپلې هڅې او کوښښونه روان ساتلي دي.

که څه هم په ټولیز ډول د پولي په دواړو خواوو کې پښتون میشتې سیمې د ناامنیو شاهدې دي او په کې زده کړو او نورو ټولنیزو چارو ته پوره فرصتونه نشته، خو بیا هم د یادو سیمو ځوانانو همت نه دی بایللی او د علم او کلتور په ګډون يې د ژوندانه په ټولو خواوو کې خپلې هڅې او کوښښونه روان ساتلي دي.


د نوموړو ځوانانو له ډلې څخه یو هم یوویشت کلن ډاکټر سیف الله خوستی دی، چې د طب په پوهنځي کې د زده کړو سره، سره يې تر دې مهاله اتلس عنوانه بیلابیل علمي، دیني او ټولنیز کتابونه چې د محتوا له اړخه ډېر باارزښته دي او حتی د هېواد په یو شمېر پوهنتونونو کې د درسي کتابونو په توګه تدریسیږي لیکلي او یو شمېر يې هم پښتو ته په روانه او ساده ژبه ژباړلي دي.

سیف الله د لیکوالی تر څنګ خوږه شاعري کوي او څو شعري ټولګې يې هم خپرې شوي، سره له دې چې هغه تر اوسه د عمر له اړخه خام ژڼکی دی، خو تر عمر يې د چاپیدونکو اثارو شمېر په ډېریدو دی.

دی اوسمهال شپږ عنوانه نور کتابونه هم چاپ ته تیار لري، چې په دې سره به يې د اثارو شمېر ۲۴ عنوان کتابونو ته ورسیږي، نوموړي په طبابت، ارواء پوهنه، ادب او دیني برخو کې تصنیفونه او ژباړې کړي دي.

ډاکټر سیف الله خوستی مشال راډیو سره په خبرو کې وايي، چې د پوهنځي د لوستونو سره، سره که چیرې هره ورځ څلور، پنځه مخه لیکنه او ژباړه ونه کړي، نو ورځ ورباندې نه تېریږي:

((نن سبا ځوانان د تېر په څېر نه، بلکې اوسني وخت کې ډېر مصروف دي او په هره برخه کې فعال دي، سره له دې چې د طب پوهنځي محصل هم یم او د طب پوهنځی درسونه د نورو پوهنځیو په پرتله ستونزمن دي، منم چې درسونه به يې ډېر نه وي، خو حجم يې ډېر دی، خو سره له دې هغه پښتني احساس چې زه يې لرم، دا ما همیشه مجبوروي، چې یو څه وکړم، یانې که زه تاسو ته دا ووایم چې اوس زما ګوتې له دې سره اموخته شوي دي، چې هره ورځ څلور پنځه صفحې ژباړه یا لیکنه په یوه موضوع کې ونکړم، هغه ورځ په ما ښه نه تېریږي، همدا هدف دی چې نن سبا یې ماته د لسګونه عنوان کتابونو لیکلو ته زمینه برابره کړې ده او لا لګیا یم، چې په دې برخه کې کار وکړم.))

ډاکټر سیف الله غریب یار د خپلو علمي هڅو او لاسته راوړنو په اړه داسې وايي:

((تر اوسه مې اتلس عنوانه کتابونه چاپ دي، چې په هره کتابخانه کې پیدا کیږي، څلور نوي کتابونه مې چاپ ته تللي دي، چې هغه څلور واړه د طبابت په برخه کې دي، دوه کتابونه هم د ارواء پوهنې په برخه کې دي، چې د یو کتاب کمپوز خلاص شوی دی، یانې دا هم نور چاپ ته ورکوو، شپږ ناچاپه او اتلس چاپ شوي کتابونه لرم.))

شاعر او کره کتونکی ساده حیدرخېل مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د غریب یار ادبي هڅې پښتو ژبه کې د اړتیاوو پر بنسټ دي، او په تنکی ځوانی کې د هغه د لوړ شخصیت او ښه راتلونکې ښکارندويه دي :

((غریب یار صیب په ډېر کم او تنکي عمر کې چې لا تنکی ځوان دی او محصل هم دی، ډېر لوی کارونه يې ترسره کړل، ده اتلس عنوانه کتابونه تصنیف او وژباړل، د ده دا هڅې د یو لوی شخصیت څرګندونه کوي، ده په داسو ډګرونو کې پښتو ته ژباړې وکړلې، چې کالونه، کالونه يې تشې محسوسې دي، خصوصاً په ساینسي ډګر کې، چې په پښتو کې تر دې وروستیو داسې وړ کتابونه نه وو، چې عامه خلکو له پاره ګټمن ثابت شي، ده دا کار وکړ.

په دیني برخه کې هم چې د مالوماتو په برخه کې يې لا هم ځوانانو ته تشه پاتې ده، ده دا تشه څه نا څه ډکه کړه او دیني ژباړې يې وکړلې، همدارنګه په ادبي ډګر کې هم ده ژباړې لرلي دي، چې موږ يې ستایو او ورسره یو.))


لیکوال او د نظر خاوند زاهدشاه انګار د غریب یار د ادبي هڅو په لمانځغونډه کې د خپلې مقالې په یوه برخه کې د نوموړي د تصنیفاتو اغېز ته اشاره کوي او زیاتوي، چې اوس په ځانګړي ډول ځوان کهول په دیني برخه کې په هغه څه پوهیږي، چې پخوا يې له نورو ژبو نه نشوای زده کولای:

((سیف الله غریب یار چې کوم کتابونه ژباړلي هر یو يې په خپل، خپل ځای خورا مهم او ضروري دي، عامو لوستونکو ته د یو ښوونکي او لارښود حیثیت لري، که د غریب یار صیب هغه کتابونه یاد کړو یا ورباندې لږ وغږیږو، چې د دیني او اسلامي مسایلو په تړاو يې انتخاب کړي او ژباړلي دي، فکر کوم اوس زموږ هغه شمېر ځوانان او په ټوله کې لوستونکي په داسې دیني مسائیلو او فضائیلو پوهیږي، چې مخکې تر دې ورباندې نه پوهیدل، پخوا به دیني کتابونه اکثره په عربي او فارسي ژبو کې مروج وو، خو د سیف الله غریب یار په شان نورو ځوانانو او لیکوالو هاند او هڅې منډې ترړې کوښښونه او ستړیا ګالل دي، چې نن ورځ ډېر کتابونه په خپله مورنۍ ژبه پښتو هم پیدا کیږي، نوموړی په ارواء پوهنه او نورو برخو کې هم لیکل شوي او ژباړل شوي کتابونه لري.))

د نظر خاوند نصیر احمد روښان وايي، چې لا هم پښتو د علمي څیړنو او اثارو له اړخه خواره ده، نو بایده دي، چې پښتو د نورو ژبو د اثارو څخه د ژباړې له لارې بډایه شي:

((پښتو ژبې ته د نورو ژبو نه علمي ژباړه د وخت یوه اړتیا ده او دا مهال پښتو ژبه د علمي اثارو له قلت سره مخامخ ده، هیله دا ده هغه استادان چې په پوهنتونونو کې دي او یا په نورو علمي او اکاډمیکو مرکزونو کې کار کوي، دوی دې د ژباړې کلتور ته وده او پرمختیا ورکړي او په دې ترتیب سره دې پښتو ژبه بډایه کړی.))

محمدجلال حقیقت ځدراڼ وايي، که غریب یار خپلو څیړنو او علمي هڅو ته دوام ورکړي، نو له هغه څخه به په لویه کچه یو ښه لیکوال جوړ شي:

((په داسې حال کې چې په خوست کې داسې استعدادونه راپیدا شول، چې دا به د افغانستان په کچه یوازینۍ کس وي، چې په کم عمرۍ کې یې دومره لوی ابتکار او نووښت کړی دی، چې د شل عنوانه کتابونو مولف یا لیکونکی دی او یا هم ژباړونکی دی، دا ډېر ښه استعداد لري او په اینده کې کیدای شي، چې له ده نه د افغانستان او حتی د نړۍ په کچه یو لیکوال جوړ شي.))

د یادونې وړ ده په وروستۍ یوه لسیزه کې په خوست کې د یو شمېر ځوانانو او علمي کسانو له خوا په لسګونه عنوانه بیلابیل سیاسي، علمي، ښوونیز، دیني او ټولنیزه برخه کې کتابونه او چاپي اثار خپاره شوي او په ټولیز ډول په دې سیمه کې پښتو ژبې د پخوا په پرتله د پام وړ پرمختګ کړی دی.
XS
SM
MD
LG