د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د امېدوارو ښځو روغتیايي ستونزې


په پاکستان کې د حمل ضایع کولو طریقه پخوانۍ ده او ډېره خطرناکه ده. دا طریقه تر عمل وروسته ډېر روغتیايي مشکلات پیدا کوي.

شنونکې رافعه ذکریا لیکي، تر ۱۹۹۷ز کاله په پاکستان کې د د ماشوم زیانولو (حمل اسقاطولو( په اړه چې کوم قانون موجود وو هغه د برتانیا د واک زمانې قانون وو. په هغه قانون کې د حمل ضایع کول نا قانونه کار وو او تر هغې به یوې ښځې حمل نه شو ضایع کولای چې له کبله به یې ژوند ته خطر نه وو مخامخ شوی.


تر دې وروسته په ۱۹۹۰ز لسیزې کې دا قانون په پاکستان کې اسلامي کړل شو. په اسلامي قانون کې د حمل ضایع کول د حمل لومړۍ مرحلې پر وخت جایز دي. خو دا قانون په جنین یا د پیدا کېدونکي ماشوم په بدن کې د ناروغیو په صورت کې د حمل اسقاطولو پوښتنې ځواب نه ورکوي. همدا راز، د پاکستان اوسنی قانون د جنسي تېري په صورت کې د شوي حمل ضایع کولو په اړه هم څه نه وايي.

په ۱۹۹۴ز کال په قاهرې کې یوه غونډه وشوه. په دې غونډه کې دا ویل شوي ول چې ټولې ښځې باید له اسقاط حمل سره تړلیو ستونزو هواري، تر حمل ضایع کولو وروسته مشورو، تعلیم او د کورنۍ د پلان کولو خدماتو ته لاسرسی ولري. په دې غونډه کې ویل شوي ول چې ښځو ته دا اسانتیاوې باید په یوه هیواد کې د اسقاط حمل له قانونه پرته وشي ځکه چې دا قانون په هر هیواد کې بدل دی.

د دې غونډې په نتیجه کې پاکستان هم اړ شو چې ډېر بدلونونه راولي. په ۲۰۰۰ز کال کې په دې لړ کې د یوه قانون مسوده جوړه شوه خو دا کار و نه شو.

تېره اوونۍ د پاکستان نفوسو یا ابادۍ شورا یو رپورټ خپور کړ. په دې رپورټ کې ویل شوي ول چې تېر کال په پاکستان کې شا و خوا اووه لاکه ښځو د حمل پر وخت روغتیايي ستونزو، یا په خپله د حمل ضایع کېدو په صورت کې خپل علاج کړی وو. تر درملنې وروسته زیاتره ستونزې هغه وخت پیدا شوې وې چې په پاکستان کې نا محفوظه او غیر صحي طریقې کارول شوې وې.

په پاکستان کې د حمل ضایع کولو طریقه پخوانۍ ده او ډېره خطرناکه ده. دا طریقه تر عمل وروسته ډېر روغتیايي مشکلات پیدا کوي. اوس مهال ډېرې محفوظې طریقې موجودې دي یانې د دوا په استعمال هم حمل ضایع کېدای شي، خو بیا هم دا خطرناکه طریقه کارول کېږي.

رافعه ذکریا لیکي، دا رپورټ وايي چې د ښځو روغتیايي وضع په کلیو کې ډېره خرابه ده. هغه ښځې چې په کلیو کې د ډاکتر پر ځای دایانو ته ورغلې وې د نورو روغتیايي ستونزو ۶۸ فیصده چانس یې درلود.

په پاکستانیو کلیو او ښارونو کې تر اوسه ښځې په خپله د حمل ضایع کولو له پاره پخوانۍ او ډېرې خطرناکې طریقې استعمالوي. لکه دا ښځې سخت ورزش کوي یا پر ګېډه یا نس شدید مالش کوي او یا هم نورې طریقې استعمالوي.

رپورټ وايي، که کومه ښځه وکولای شي چې روغتون ته لاړه هم شي نو هلته ښځینه ډاکترانې له نشت سره سمې وي.

رافعه ذکریا زیاتوي، یوه بله ستونزه دا ده چې په پاکستان کې که ښځو ته د حمل ضایع کولو له پاره ډاکتر په لاس ورشي هم نو د هغوی رویه منفي وي. رپورټ وايي، همدا راز، زیاتره ډاکتران هم دا فکر کوي چې د جنسي تېري پر وخت د شوي حمل ضایع کولو هیڅ اجازه نه شته.
XS
SM
MD
LG