د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې زیاتېدونکې بدامني


خېبر ته تلونکې لويه لاره د ننګرهار د بې ثباتۍ يو لوی لامل ده. د ولايت يو شمېر ولسوالۍ د وسله والو د فعالیتونو له کبله خطرناکه شوې دي

د جنګ او سولې راپور ورکونکې ادارې د افغانستان په مشرقي ولايت ننګرهار کې د زياتېدونکې بدامنۍ په اړه راپور خپور کړی چې ليکي، يو خوا د پاکستان خېبر درې ته پر تلونکې لويه لاره د سړي تښتونې پيښې زياتي شوي نو بلخوا په ټول ولايت کې حکومتي واکداري د کمزورتيا په حالت کې ده.


د جنګ او سولې راپور ورکونکې اداره (آی ډبليو پي آر) ليکي، د ننګرهار خلک په دغه ولايت کې د ناامنۍ او سړي تښتونې له زياتېدونکو پيښو سر ټکوي او وايي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د سامان وړلو او خلکو د تګ راتګ لاره هم خوندي نه ده پاتې.

۳۵ کلن ټېکسي ډرايور زمان وايي چې د ننګرهار له مرکز جلال آباد څخه د تورخم پولې ته تلونکې لاره ورځ تر بلې خطرناکه کيږي. نوموړی وايي يو کال مخکي لا حالات سم وو او په شڼه سهار او نيمه شپه به هم د خطرې احساس نه کېدی خو اوس په سپينه ورځ طالبان خلک له موټرو څخه راکښته کوي. دی زياتوي چې هغه کسان بيا ډېر زيات په خطر کې وي چې د حکومت يا غېر حکومتي موسسو سره د کار کولو کارډونه لري. نوموړی يوه پېښه بيانوي او وايي چې له پېښوره يې د کورنۍ يو سړی او ښځه په موټر کې د جلال آباد پر لور وړل چې ناڅاپه په لار کې وسله والو کښته کړل او د سړک پر غاړه يې د زيتون د فصل پر لور روان کړل. په دا حال کې ښځې چيغې کړې نو سمدلاسه نور موټران او خلک هم ودرېدل او وسله والو دوی پرېښودل او پر بله ولاړل. زمان زياتوي چې د سل ميټره پر واټن د امنيتي ځواکونو پوسته وه خو هغوی نه راغلل ځکه دوی يوازي خپلې پوستې او ځانونه ساتي.

اداره په خپل راپور کې ليکي، خېبر ته تلونکې لويه لاره د ننګرهار د بې ثباتۍ يو لوی لامل ده. د خوګياڼو، شېرزادو، شينوارو، او سرخ رود په ګډون د ولايت يو شمېر ولسوالۍ د وسله والو د فعاليتونو له کبله خطرناکه شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد آی ډبليو پي آر ته ويلي چې دوی د جلال آباد په ګډون د ننګرهار په ټولو سيمو کې د ځواکمنتيا په حال کې دي او ډېر ژر به ولايتي حکومت سقوط وکړي.

بلخوا ولايتي چارواکي مني چې د ناامنۍ پيښې زياتي شوي خو وايي چې دا د ګرمۍ د موسم له کبله موقتي دي او امنيتي ځواکونه اوس هم فعاله او د هر ډول خطر مخنيوي ته چمتو دي. د دې سربېره د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند صديق صديقي هم وايي چې د ننګرهار په ځينو ولسواليو کې امنيتي ګواښونه شته خو ولايت نه محاصره دی او نه به سقوط شي.

په ننګرهار کې د مدني ټولنې فعالان هم د ناامنۍ پېښو اندېښمن کړي دي. دوی وايي که چېرې حکومتي چارواکو امنيتي برخې ته جدي پاملرنه کړې وای او د هرې ولسوالۍ لپاره يې بېل پلان جوړ کړی وای نو اوس به جلال آباد له ګواښ سره نه مخامخېدی.
XS
SM
MD
LG