د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګل آغا شېرزوی د ولسمشرۍ ټاکنو کاندید


ګل آغا شېرزوی
ګل آغا شېرزوی

د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د راتلونکو ټاکنو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې لړۍ د سنبلې په ۲۵ نیټه پیل شوه او د میزان تر ۱۴مې به دوام ولري.

د ننګرهار والی ګل اغا شیرزي هم نن په کابل کې په یوه خبری کنفرانس کې له خپلې دندې استعفا وکړه او ویې ویل چې د جمهوري ریاست په راتلونکوانتخاباتوکې کاندید دی.


ښاغلی شیرزي وویل چې؛ د خپلو مرستیالانو په اړه سلا مشورې کوي او ډیر ژر به یې معرفي کړي.

ترعبدالرب رسول سیاف مخکې حاجی محمد محقق هم د ولسې جرګې له غړیتوب څخه استعفا وکړه او د جمهوري ریاست په راتلونکوانتخاباتوکې د ډاکټرعبدالله عبدالله د دویم مرستیال په توګه معرفی شو.

تراوسه د ملی ایتلاف مشر ډاکټرعبدالله او بسم الله شیر د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې ځانونه رسمآ کاندید کړي دي.

د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د راتلونکوانتخاباتولپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې لړۍ د سنبلې په پنځه ویشتمه نیټه پیل شوه او د میزان ترڅوارلسمې به دوام ولري.

د امنیتی مسوولیتونو د انتقال د کمیسیون مشر ډاکټراشرف غنی احمدزي او د ولسمشرکرزي سلا کار او د دفاع پخواني وزیر جنرال عبدالرحیم وردک هم له خپلو دندو استعفا ورکړې او ویلی یی دي چې د جمهوري ریاست په راتلونکوانتخاباتوکې کاندیدان دي.

ملي جبهې هم څرګنده کړې چې ډیر ژر به د جمهوري ریاست په راتلونکوانتخاباتوکې خپل کاندید اعلان کړي.

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټرزلمی رسول،د ولسمشرکرزي ورور قیوم کرزی، د کورنیو چارو پخوانی وزیر علی احمد جلالی،د ولسې جرګې پخوانی غړی داوود سلطانزوی او محمد سرور احمدزی هم د جمهوري ریاست په راتلونکوانتخاباتوکې احتمالي کاندیدان دي.
XS
SM
MD
LG