د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فریبا احمدي کاکړ تښتونکي ونیول شول


فریبا احمدي کاکړ
فریبا احمدي کاکړ

د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې د ولسي جرګې د غړې فریبا احمدي کاکړ تښتونکي یې نیولي دي.


د ملي امنیت د رسنیو دفتر وایي چې فریبا کاکړ د خپل ورور نور احمد او یوه بل کس له خوا چې روح الله نومیږي تښتول شوې وه.

د ملي امنیت ریاست وایي چې نیول شویو دواړو کسانو خپل جرم منلی او ویلي یې دي چې دغه کار یې د غزني په قره باغ ولسوالی کې د طالبانو د یو قوماندان په امر کړی دی.

فریبا احمدي کاکړ شاوخوا دوه میاشتې مخکې کله چې له کندهاره و کابل ته تله د غزني په لاره کې وتښتول شوه او شاوخوا یوه میاشت د تښتوونکو په ولکه کې وه.

میرمن کاکړ له مشال راډیو سره په مرکه کې ویلي چې افغان حکومت د هغې د راخوشې کیدو په بدل کې د طالبانو یوولس تنه ملګري خوشې کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG