د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټاکنو کمیسیون پکتیا کې د ښځو نه کاندیدېدل اندېښمن کړي


د افغانستان انتخاباتو خپلواک کمیسیون په راتلونکوانتخاباتوکې د پکتیا ولایتي شورا ته د ښځو پر نه کاندیدېدو اندیښنه څرګنده کړې.


د دې کمیسیون ویاند نور محمد نور مشال راډيو ته وویل، چې تر اوسه یوولس سوه پنځه نوي کسانو ځانونه ولایتي شوراګانو ته کاندید کړي چې یوسل او دوه ویشت تنه یې ښځي دي.

خو ده وویل، چې په پکتیا کې تر اوسه هېڅ ښځې ولایتي شورا ته ځان نه دی کاندید کړی.

( په پکتیا کې تر اوسه هم د ولایتي شورا لپاره هېڅ یوې ښځې نوم نه دی ثبت کړی. موږ هیله من یو چې ژر تر ژره په پکتیا کې د ولایتي شورا لپاره ښځينه کاندیداني هم و لرو. )

نوموړي دغه راز وویل، چې تر اوسه په ټول هیواد کې یو اعشاریه اته میلیونه کسانو د رایی ورکولو کارتونه اخیستي چې پینځه نیم لکه یې ښځي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG